وزيراعلیٰ سهېل افريدي د اوپن وائي فائي منصوبې پرانسته وكړه

  پېښور 10 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ سهېل افريدي د "خېبر پښتونخوا اوپن وائي فائي" منصوبې رسمي پرانسته وكړه۔ د وزيراعلیٰ هاٶس وياند له مخې په ابتدائي پړاٶ كښې به پېښور كښې سرکاري روغتونونو او د پبلك ټرانسپورټ په ځايونو كښې ويړيا وائي فائي سهولت وركولې شي۔ وزيراعلېٰ د صوبې په ټولو سركاري پوهنتونونو او کالجونو كښې هم د وائي فائي آسانۍ وركولو اعلان وكړو۔ په …

 

پېښور 10 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ سهېل افريدي د “خېبر پښتونخوا اوپن وائي فائي” منصوبې رسمي پرانسته وكړه۔ د وزيراعلیٰ هاٶس وياند له مخې په ابتدائي پړاٶ كښې به پېښور كښې سرکاري روغتونونو او د پبلك ټرانسپورټ په ځايونو كښې ويړيا وائي فائي سهولت وركولې شي۔ وزيراعلېٰ د صوبې په ټولو سركاري پوهنتونونو او کالجونو كښې هم د وائي فائي آسانۍ وركولو اعلان وكړو۔ په دې موقع وزيراعلیٰ وويل په وړومبي پړاٶ كښې به د پېښور په ټولو اهمو سركاري ځايونو كښې فري وائي فائي سهولت وركولے شي۔ ده ووئيل په بل پړاٶ كښې به د وائي فائي سهولت دا منصوبه د اېبټ آباد، مردان، سوات، کوهاټ، بنو او ډي آئي خان پشمول ټولو ډويژنل هيډکوارټرز ته غزولې شي

مزید خبریں