د خېبر پښتونخوا د پرمختيائي ورکنګ پارټۍ غونډه٬ د 26 اربه روپو23 مهمو پرمختيائي منصوبو منظوري

  پېښور 10 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د پرمختيائي ورکنګ پارټۍ غونډه كښې د 26 اربه روپو 23 مهمو پرمختيائي منصوبو منظوري وركړې شوې ده۔ د صوبائي اطلاعاتو څانګې وياند له مخې د پرمختيائيې وركنګ پارټۍ د كال 27-2026 وړومبۍ غونډه د جمعې په ورځ وشوه چې پكښې د 26 اربه روپو 23 اهمو منصوبو منظوري وركړې شوه٬ په منظور شوې منصوبو كښې د سړكونو جوړول او …

 

پېښور 10 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د پرمختيائي ورکنګ پارټۍ غونډه كښې د 26 اربه روپو 23 مهمو پرمختيائي منصوبو منظوري وركړې شوې ده۔ د صوبائي اطلاعاتو څانګې وياند له مخې د پرمختيائيې وركنګ پارټۍ د كال 27-2026 وړومبۍ غونډه د جمعې په ورځ وشوه چې پكښې د 26 اربه روپو 23 اهمو منصوبو منظوري وركړې شوه٬ په منظور شوې منصوبو كښې د سړكونو جوړول او بحالي٬ د اوبو رسول٬صحت، اعلیٰ تعليم، اوقاف او د هوم ډيپارټمنټ منصوبې شاملې دي۔ د وزيراعليٰ سهيل افريدي په امر صوبائي پرمختيائي وركنګ پارټۍ په اېريګېشن څانګه كښې زراعت او د اوبو وسائل بهترولو لپاره د اهمو منصوبو منظوري وركړې ده٬ په دې كښې په ضم شوې ضلعو كښې د لمر په توان د چلېدونكو 118 ټيوب ويلز تنصيب او د موجوده ټيوب ويلز سولرائزيشن شامل دے كومو سره به چې 2752 اېکړه زمكه اوبه كېږي او كروندګرو ته به د اوبه خور ارزان سهولت ترلاسه شي٬ دغسې په مومند ضلع كښې د 17 ذيلي سکيمونو له مخې فلډ پروټيکشن ورکس، د اوبه خور چينلز او 3 چيک ډيمز به جوړولې شي كومو سره به چې 925 اېکړه زرعي رقبه اوبه شي۔ د دې نه علاوه د وزيراعلیٰ په امر صوبائي پرمختيائي وركنګ پارټۍ د صوبې د رابطو سړكونو بهترۍ لپاره د 4 اهمو منصوبو منظوري وركړه۔(