په بلوچستان كښې اوسنۍ پېښې د افسوس وړ دي۔ علي مردان ډومکي

  کوئټه 10 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان پخواني لنډمهاله وزيراعلیٰ علي مردان خان ډومکي په زيارت، هنه اوړك او بېله سيمو كښې رامخې ته شوې د ترهګرۍ په اوسنو پېښو د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره د شهيدانو كورنيو سره غمرازۍ او خواخوږي ښكاره كړې ده۔ د جمعې په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل چې په بلوچستان كښې رامخې ته شوې اوسنۍ پېښې ډېرې د …

 

کوئټه 10 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان پخواني لنډمهاله وزيراعلیٰ علي مردان خان ډومکي په زيارت، هنه اوړك او بېله سيمو كښې رامخې ته شوې د ترهګرۍ په اوسنو پېښو د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره د شهيدانو كورنيو سره غمرازۍ او خواخوږي ښكاره كړې ده۔ د جمعې په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل چې په بلوچستان كښې رامخې ته شوې اوسنۍ پېښې ډېرې د افسوس وړ دي د كومو په نيتجه كښې چې قېمتي ځاني زيان شوے۔ ده ووئيل چې د بې ګناه وګړو په نښه كولو پېښې د نه قبلولو وړ دي او دې څخه ټوله معاشره ځپلې كېږي۔ علي مردان خان ډومکي د شهيدانو لوړو درجو او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا وكړه