پېښور 10 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا حکومت په ټوله صوبه كښې اقليتي عبادتخانو لپاره د بنيادي آسانيو سامان وركړو۔ د اوقاف و مذهبي چارو وزير وياند عدنان قادري له مخې د خېبر پښتونخوا د اوقاف او مذهبي چارو وزير عدنان قادري د سامان سپارلو دستوره كښې د صوبے 117 اقليتي عبادتخانو لپاره 1,122 ضروري څيزونه د ګوردوارو، چرچونو او مندرونو چارواكو له وركړې چې پكښې 30 …
خېبرپښتونخوا حکومت اقليتي عبادتخانو لپاره د بنيادي آسانيو سامان وركړو

مزید خبریں
پېښور 10 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا حکومت په ټوله صوبه كښې اقليتي عبادتخانو لپاره د بنيادي آسانيو سامان وركړو۔ د اوقاف و مذهبي چارو وزير وياند عدنان قادري له مخې د خېبر پښتونخوا د اوقاف او مذهبي چارو وزير عدنان قادري د سامان سپارلو دستوره كښې د صوبے 117 اقليتي عبادتخانو لپاره 1,122 ضروري څيزونه د ګوردوارو، چرچونو او مندرونو چارواكو له وركړې چې پكښې 30 اليکټرك واټر کولرز، 25 ساؤنډ سسټمز، يو زر سټيل کرسۍ ، 37 لوې سائز پتيلې، يو جنرېټر او 30 نور څيزونه شامل دي۔ دستوره كښې د اوقاف سيکرټري عطاء الرحمان پشمول اقليتي مذهبي چارواكو ګډون كولو۔ په دې موقع د اوقاف سېکرټري ووئيل هېواد كښې اقليتي ورورولۍ سره مرسته كولو كښې خېبر پښتونخوا صوبه تر ټولو وړاندې ده۔ ده ووئيل اقليتي عبادتخانو ځايونو لپاره د هغوي د ضروريات له مخې سهوليات وركړې شوي دي۔











