د امنيتي ځواكونو مېړنو ځوانانو ترهګرو له موثر ځواب وركړو۔ ميرسرفرازبګټي

  کوئټه 08 جولائي (اے پي پي)د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي د صوبې په بېلو سيمو كښې د امنيتي ځواكونو په كاميابه كارروائيو د اطمينان څرګندونې كولو سره د پاك پوځ٬ بلوچستان پوليس، ايف سي او د قانون نافذ كوونكو نورو ادارو افسرانو او د اهلكارو جرات، وظيفائي پوهې او فرض شناسۍ ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ وزيراعلي خپل بيان كښې ووئيل بلوچستان كښې د ترهګرۍ اوسنۍ پېښې د …

 

کوئټه 08 جولائي (اے پي پي)د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي د صوبې په بېلو سيمو كښې د امنيتي ځواكونو په كاميابه كارروائيو د اطمينان څرګندونې كولو سره د پاك پوځ٬ بلوچستان پوليس، ايف سي او د قانون نافذ كوونكو نورو ادارو افسرانو او د اهلكارو جرات، وظيفائي پوهې او فرض شناسۍ ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ وزيراعلي خپل بيان كښې ووئيل بلوچستان كښې د ترهګرۍ اوسنۍ پېښې د پاكستان امن٬ پرمختګ او قامي استحكام ته د زيان رسولو يو منظم او ناوړه سازش دے٬ خو ولې رياستي ادارې، حکومت او د اولس بشپړ وحدت او عېر متزلزل عزم سره د دښمن هره ناوړه منصوبه د ناكامه كولو بشپړ صلاحيت لرو۔ ده ووئيل د ترهګرۍ د لارې د بلوچستان امن، ترقي او اولسي باور غېر متزلزل كولو هره هڅه وړاندې هم ناكامه كړې شوې ده او بيا لپاره به هم ناكامه كوٶ٬ مير سرفراز بګټي ووئيل د سکيورټي فورسز مېړنو ځوانانو د غېر معمولي جرات، وظيفائي پوهې او په وخت د كارروائۍ د لارې ترهګرو ته موثر ځواب وركولو سره دا ثابت كړه چې د پاكستان محافظ د هر خطر مخه نيولو بشپړ صلاحيت لري۔ ده ووئيل د خوږ هېواد امن او د اولس تحفظ لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركوونكې شهيدان د ټول قام د افتخار سرمايه ده، د دوي عظيمې قربانۍ به تل په ځالانده ټكو  لېكلې شي

مزید خبریں