صوبائي اسمبلۍ كښې خپل مراعات زياتوٶنكي حقيقي اولسي استازي نه دي۔ ګورنر فېصل كريم كنډي

  پېښور 08 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي  صوبائي اسمبلۍ كښې خپل مراعات زياتوٶنكي حقيقي اولسي استازي نه دي، په صوبه كښې اولس د ناوړه صورتحال سره مخ دے او د اسمبلۍ غړي د خپلو مراعاتو په چكر كښې پراته دي۔ دا خبره ده د شورو په ورځ د ضلع خيبر "جوان زخه خيل قامي اتحاد" پلاوي سره كړې چا چې ګورنر سره …

 

پېښور 08 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي  صوبائي اسمبلۍ كښې خپل مراعات زياتوٶنكي حقيقي اولسي استازي نه دي، په صوبه كښې اولس د ناوړه صورتحال سره مخ دے او د اسمبلۍ غړي د خپلو مراعاتو په چكر كښې پراته دي۔ دا خبره ده د شورو په ورځ د ضلع خيبر “جوان زخه خيل قامي اتحاد” پلاوي سره كړې چا چې ګورنر سره په ګورنر هاٶس پېښور كښې ملاقات كولو۔ د پلاوي مشري د اتحاد صدر زمان افريدي او سماجي سياسي شخصيت حاجي نورزاده آفريدي كوله۔ د ملاقات په مهال په صوبائي چارو او د شريكې خوښې په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع ګورنر ووئيل  صوبائي اسمبلۍ كښې خپل مراعات زياتوٶنكي حقيقي اولسي استازي نه دي، په صوبه كښې  اولس  ناوړه صورتحال سره مخ دے او د اسمبلۍ غړي د خپلو مراعاتو په چكر كښې پراته دي۔

مزید خبریں