پېښور 08 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ سهيل افريدي وئيلي دي د پارليمنټيرينز په پروليجز بل كښې صوبائي اسمبلۍ لخوا په شوو ځينې بدولونو به د اولس او خبريالې ورورولۍ د تحفظات په سنجيدګۍ سره جاج اخستلے شي او په دې لړ كښې سپيکر ته د ټولو پارلماني مشرانو د غونډې رابللو امر شوے دے٫ د صوبائي کابينې غونډې ته خپلې وېنا كښې وزيراعليٰ ووئيل کابينې څخه …
د پارليمنټيرينز په پروليجز بل به د اولس او خبريالې ورورولۍ د تحفظات په سنجيدګۍ سره جاج اخلو۔ وزيراعلي سهيل افريدي

مزید خبریں
پېښور 08 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ سهيل افريدي وئيلي دي د پارليمنټيرينز په پروليجز بل كښې صوبائي اسمبلۍ لخوا په شوو ځينې بدولونو به د اولس او خبريالې ورورولۍ د تحفظات په سنجيدګۍ سره جاج اخستلے شي او په دې لړ كښې سپيکر ته د ټولو پارلماني مشرانو د غونډې رابللو امر شوے دے٫ د صوبائي کابينې غونډې ته خپلې وېنا كښې وزيراعليٰ ووئيل کابينې څخه د منظور شوي پارليمنټيرينز پروليجز بل مسوده صوبائي اسمبلۍ ته لېږلې شوې وه چې پكښې ځېنې بدلونونه شوي۔ ده ووئيل د تېرو دوه دريو ورځو راهسې په دې بدلونو په ميډيا كښې پرله پسې تنقيد كېږي دې لپاره ضروري ده چې په كومو نكات اولس او ميډيا اعتراضونه لري په ھغې نظر ثاني وكړې شي۔ وزيراعليٰ ووئيل عمران خان تل د رائے د اظهار آزادۍ ته وده وركړې او د ھغوي دا خواهش ٶ چې خبريالان چې كوم ځاے ضروري ګڼي٬ په حكومت دې په جار تنقيد وكړي۔ ده ووئيل په ما او زمونږ په حكومت هم تنقيد كېږي او بېل خبريالان پرله پسې په حکومتي پاليسيو تنقيدي آراء وركوي ۔ ده ووئيل سپيکر ته امر شوے دے چې د ټولو پارلماني مشرانو سره په مشاورت د اولس او خبريالانو د تحفظات جاج واخستلے شي۔ ده ووئيل صوبائي ايوان د اولسي مېنډېټ د لارې جوړه شوې يوازنۍ اسمبلي ده دې لپاره به په هره پرېكړه كښې اولسي رائے او مفاد مقدم ساتلے شي۔ ده اهيله څرګنده كړه چې په پارليمنټيرينز پروليجز بل كښې په شوو متنازع بدلونونه به نظرثاني كولې شي او بيا لپاره به ټول اقدامات د اولسي مفادات او رائے له مخې تر سره كولې شي











