پېښور 08 جولائي (اے پي پي) كوز چترال كښې د پشكال بارانونو له امله د فليش فلډ او ملبب راتللو له امله د دروش نه تر اشيرات ستره لاره په ګڼو ځايونو بنده شوې، چې په نتيجه كښې يې ځيني مسافر ګاړي په لارو كښې ګهير شوي۔ ريسکيو 1122 كوز چترال د ډسټرکټ ايمرجنسي آفيسر په نګرانۍ كښې سمدستي او مؤثره ريسکيو آپريشن کښې 200 څخه زيات مسافر په …
ريسکيو 1122 كوز چترال د فليش فلډ په مهال په وخت كاروائي كښې 200 څخه زيات مسافر ريسکيو کړل
پېښور 08 جولائي (اے پي پي) كوز چترال كښې د پشكال بارانونو له امله د فليش فلډ او ملبب راتللو له امله د دروش نه تر اشيرات ستره لاره په ګڼو ځايونو بنده شوې، چې په نتيجه كښې يې ځيني مسافر ګاړي په لارو كښې ګهير شوي۔ ريسکيو 1122 كوز چترال د ډسټرکټ ايمرجنسي آفيسر په نګرانۍ كښې سمدستي او مؤثره ريسکيو آپريشن کښې 200 څخه زيات مسافر په حفاظت سره محفوظ ځايونو ته رسولي دي۔د ريسکيو 1122 كوز چترال وياند له مخې اطلاع ترلاسه كيدو سره شيشيکوہ او د بريګنيسر واچ پوائنټس ريسکيو اهلکارو د فرسټ ريسپانډرز په حيث سمدستي کارروائي پيل كړي دغسې دې نه پس ضلعي هيډ کوارټر څخه نوري ډلي هم په موقع رسيدلي۔ريسکيو ډلو کلکټاك، کالدام ګول، سوير او اشيرات پشمول ځپليو سيمو كښې پرله پسې 6 ساعته هلي ځلي رواني ساتلي۔په دې مهال ملبه كښې ګهير شوي څلور د مسافرو ګاړي محفوظ ځائې ته رسولي شوي او د ټولو مسافرو په حفاظت سره تګ راتګ باوري شوے۔آپريشن كښې د ريسکيو 1122 شل اهلکار، 3 ايمبولينسز او يو ډيزاسټر ريسپانس وهيکل برخه اخستي۔ د کارروائي په مهال نېشنل هائي وے اتھارټي او ضلعي انتظاميې سره بشپړه رابطه او مؤثره مرسته برقرار ساتلې شوي دغسې چې د ستري لاري بحالي او د اولس حفاظت باوري شي۔








