د خیبرپښتونخوا ګورنر  سره د  پیسکو چیف  په مشرۍ كښې د  واپډا اعلی كچ پلاوي ملاقات

  پیښور ۔ 07 جولائي (اے پي پي)د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د   پیسکو چیف اختر حمید خان  په مشرۍ كښې د واپډا يو اعلی كچې پلاوي ملاقات وكړو ۔ د ګورنر هاوس وياند پیښور  تر مخه ګورنر فیصل  كنډي ووئېل صوبه كښې د برېښنا ډېر لوډ شیډنګ څخه  اولس د سختو ستونزو سره مخ دے د كوم ازاله چې ضروري ده ۔ملاقات كښې  ډیرہ اسماعیل خان كښې …

 

پیښور ۔ 07 جولائي (اے پي پي)د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د   پیسکو چیف اختر حمید خان  په مشرۍ كښې د واپډا يو اعلی كچې پلاوي ملاقات وكړو ۔ د ګورنر هاوس وياند پیښور  تر مخه ګورنر فیصل  كنډي ووئېل صوبه كښې د برېښنا ډېر لوډ شیډنګ څخه  اولس د سختو ستونزو سره مخ دے د كوم ازاله چې ضروري ده ۔ملاقات كښې  ډیرہ اسماعیل خان كښې د  شدید لوډ شیډنګ خاتمې له  په اقدامات ګورنر ته بریفنګ وركړے شو  ۔  د واپډا چارواكو ووئېل  د ډیرہ ګرډ سټیشن  ټو د وولټیج ، ټرپنګ مسئله به حل شي ،د یارک سره نزدې  د ټرانسمیشن په لائن عدالتي سټے آرډر  له امله  مشکلات رامخې ته دي  ، نزدې  د 6  اربه منصوبه په 7 ټاورز دعدالتي سټے  له امله ايساره ده   ۔ د واپډا چارواكو ګورنر ته ووئېل د ډیرہ اسماعیل خان ګرډ سټیشن  ګن فیډرز اوورلوډ  دي   ، د نوي ګرډ  پرانستې  څخه به دا مسائل حل شي ۔ ملاقات كښې پیسکو كښې د افرادي قوت  کمے په لرې كولو ، ګڼو  سيمو كښې  د ټرانسفارمرز لګولو  و اپ ګریډیشن ، د زړو  تارونو په بدلولو چارو هم خبرې وشوې۔۔

مزید خبریں