د بلوچستان پي ډي اېم اے موسمي خبردارے جاري کړو

  کوئټه 06 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان صوبائي ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي (پي ډي اېم اے) د موسمياتو محکمې پيشګوئي ترمخه موسمي خبردارے جاري کړے دے،چې له مخې ئې 07 جولائي نه تر 08 م جولائي كال 2026  په مهال د صوبې بره او مينځني سيمو كښې په بيلو ځايونو د باران او طوفان امکان دے۔د پاکستان د موسميات محکمې له مخې د لويديزي سيلۍ يوه سلسله،كومه به د …

 

کوئټه 06 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان صوبائي ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي (پي ډي اېم اے) د موسمياتو محکمې پيشګوئي ترمخه موسمي خبردارے جاري کړے دے،چې له مخې ئې 07 جولائي نه تر 08 م جولائي كال 2026  په مهال د صوبې بره او مينځني سيمو كښې په بيلو ځايونو د باران او طوفان امکان دے۔د پاکستان د موسميات محکمې له مخې د لويديزي سيلۍ يوه سلسله،كومه به د چې خليجِ بنګال څخه راتلونكي مرطوب سيلۍ سره په ګډه اثر انداز كيږي،د بلوچستان ګڼو ضلعو كښې به په موسم اثر پريباسي۔ ځپلي كيدونكو ضلعو كښې ژوب، شيراني، کوهلو، نصيرآباد، دکي، هرنائي، لورالائي، سبي، بارکھان، موسي خيل، خضدار، ډيره بګټي او شا او خوا سيمي شاملي دي۔يادي شوي پيش ګوئي ترمخه د بلوچستان پي ډي اېم اے ټولو اړوندو ډپټي کمشنرانو، ضلعي ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټيز او اړوندو محکمو ته سپارښتنه كړې چې چمتو پاتي شي، هنګامي امدادي ډلي او ضروري وسائلو شته والے باوري كړي او انساني او د املاك تحفظ لپاره ټول ضروري احتياطي اقدامات په وخت بشپړ كړي