پېښور 06 جولائي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د نمل پوهنتون اسلام آباد ډائرېكټر بريګيډئير(ر)طارق په ګورنر هاؤس پیښور كښې ملاقات وكړو ۔د پیښور ګورنر هاؤس وياند له مخې په ملاقات كښې د نمل پوهنتون تعليمي پروګرامونو٬اعلٰ تعليم ودې٬خېبرپښتونخوا زده كوونكو لپاره د تعليمي موقعو او شريكې مرستې په بيلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ګورنر فيصل كريم كنډي په دې موقع ووئيل معياري تعليم …
د خېبرپښتونخوا ګورنر سره د نمل پوهنتون ډائرېكټر بريګيډئير(ر)طارق ملاقات
پېښور 06 جولائي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د نمل پوهنتون اسلام آباد ډائرېكټر بريګيډئير(ر)طارق په ګورنر هاؤس پیښور كښې ملاقات وكړو ۔د پیښور ګورنر هاؤس وياند له مخې په ملاقات كښې د نمل پوهنتون تعليمي پروګرامونو٬اعلٰ تعليم ودې٬خېبرپښتونخوا زده كوونكو لپاره د تعليمي موقعو او شريكې مرستې په بيلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ګورنر فيصل كريم كنډي په دې موقع ووئيل معياري تعليم د ځوان نسل روښانه سباؤن ضمانت دے او د صوبې زده كوونكو له جديد او اعلٰی تعليم وركول ډېر ضرورې دے۔بريګيډئير(ر)طارق ګورنر نمل پوهنتون تعليمي هلو ځلو٬روانو پروژو او د سباون اهداف نه خبر كړو۔په ملاقات كښې په ډېره اسماعيل خان كښې د كيمپس قيام نه علاوه په تعليمي څانګه كښې شريكې مرستې ته د لا ودې وركولو په تجاويز هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔










