د خېبر پښتونخوا وزيراعلې په مشرۍ كښې غونډه ٬ ضم شوو ضلعو كښې د امن ٬ واكمنۍ او د ترقياتي پروګرام د چارو جاج واغستلے شو

  پیښور ۔ 6 جولائي (اے پي پي)  د خېبر پښتونخوا وزيراعلې محمد سهېل افريدي په مشرۍ كښې د ګل په ورځ يوه غونډه وشوه چې پكښې ضم شوو ضلعو كښې د امن ٬ واكمنۍ او د ترقياتي پروګرام جاج واغستلے شو۔ د وزيراعلې هاوس وياند تر مخه غونډه كښې وزيراعلې د ضم شوو ضلعو كښې د سروس ډيلوري ښه كولو لپاره  انتظاميه ته د دري مياشتو مهلت وركړو۔  سهېل …

 

پیښور ۔ 6 جولائي (اے پي پي)  د خېبر پښتونخوا وزيراعلې محمد سهېل افريدي په مشرۍ كښې د ګل په ورځ يوه غونډه وشوه چې پكښې ضم شوو ضلعو كښې د امن ٬ واكمنۍ او د ترقياتي پروګرام جاج واغستلے شو۔ د وزيراعلې هاوس وياند تر مخه غونډه كښې وزيراعلې د ضم شوو ضلعو كښې د سروس ډيلوري ښه كولو لپاره  انتظاميه ته د دري مياشتو مهلت وركړو۔  سهېل افريدي ووئېل  به دريو مياشتو  كښې اولس ته د خدمات وركړه كښې واضحه او عملي بدلون تر نظره كېدل پكار دي ۔ ده شمالي وزيرستان كښې ترقياتي هلې ځلې په يوه اوونۍ كښې د بحالولو هم امر وكړو۔  وزيراعلې ووئېل د ترقياتي هلو ځلو بحالۍ لپاره پكار افسران دې سمدستي وركړے شي ۔ په ضم شوو ضلعو كښې د سكول نه بهر ماشومانو  په تعليمي چوكاټ كښې شاملو لپاره دې خاص ګامونه واغستلې شي٬ دغسې په بجټ كښې د سكول نه بهر ماشومانو  داخلولو لپاره فنډ بېل كړے شوے دے ۔ ده ضم شوو ضلعو كښې د استاذانو كمے زر تر زره د لرې كولو امر هم وكړو ۔ وزيراعلې ووئېل د آپرېشن ضرب غضب ځپلو ته دې  د معاوضو ادائېګي لپاره اړوندو وفاقي چارواكو ته چيټۍ ولېكلې شي ۔ ده ووئېل د ترهه ګرۍ خلاف جنګ كښې   ضم شوې ضلعې په فرنټ  لائن دي ٬ جديد وسلې او د ګېجټس وركړه كښې ضم شوو ضلعو ته پام لرنه كوو۔ ده ووئېل  د ضم شوو ضلعو هسپتالونو كښې د ډاكټرانو د كمي دې  د سره بيا جاج واغستلې شي او نور ډاكټران دې بهرتي كړے شي ۔غونډه كښې د سټېټ آف دې آرټ پوليس سهولت مركز په جوړولو وزيراعلې پوليس چارواكو ته شاباسے وركړو

مزید خبریں