پېښور 06 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي اسلام آباد كښې د رامخې ته شوې د ډزو په پېښه كښې د پاك فضائيه ګروپ كيپټن عاصم طارق په شهادت د غم دړد څركندونه وكړه۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې ګورنر ووئيل ګروپ كيپټن ثابته كړه چې زمونږ عسكري ځوانان يواځي به جنګ كښې نه بلكه امن كښې هم زمونږ د ځانونو او عزتونو …
د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د ګروپ كيپټن عاصم طارق په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه

مزید خبریں
پېښور 06 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي اسلام آباد كښې د رامخې ته شوې د ډزو په پېښه كښې د پاك فضائيه ګروپ كيپټن عاصم طارق په شهادت د غم دړد څركندونه وكړه۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې ګورنر ووئيل ګروپ كيپټن ثابته كړه چې زمونږ عسكري ځوانان يواځي به جنګ كښې نه بلكه امن كښې هم زمونږ د ځانونو او عزتونو محافظ دي۔ګورنر شهيد ګروپ كيپټن عاصم طارق ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل هغه يو ذمه وار او د بهادر شهري په حيث سره د انساني ځان او عزت تحفظ لپاره د مړاني مظاهره وكړه۔داسې بهادر افسران د قام وياړ دے او د كومو قرباني به چې عمر له ياد ساتلې شي ۔ ګورنر د شهيد ګروپ كيپټن عاصم طارق لوړو درجو او غمجني كورنۍ زغم لپاره دعا اوكړھ۔ده ووئيل په ټولنه كښې عدم برداشت او د شدت لرونكي سوچ خاتمې لپاره به ټول مكاتب فكر له كردار ترسره كول وي۔











