د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ په مشرۍ كښې غونډه،ضم شوو ضلعو كښې د امن و امان، واكمنۍ او د پرمختيائي پروګرامونو د چارو جاج واخستلے شو

  پېښور 06 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ  محمد سهيل آفريدي په مشرۍ كښې د ګل په ورځ غونډه وشوه چې پكښې په ضم شوو ضلعو كښې د امن و امان، واكمنۍ او پرمختيائي پروګرامونو په اړه د چارو جاج واخستلے شو۔د سي اېم هاؤس وياند له مخې په غونډه كښې وزيراعلیٰ ضم شوو ضلعو كښې سروس ډيليوري ښه كولو لپاره انتظاميې ته د درېو مياشتو ډيډ …

 

پېښور 06 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ  محمد سهيل آفريدي په مشرۍ كښې د ګل په ورځ غونډه وشوه چې پكښې په ضم شوو ضلعو كښې د امن و امان، واكمنۍ او پرمختيائي پروګرامونو په اړه د چارو جاج واخستلے شو۔د سي اېم هاؤس وياند له مخې په غونډه كښې وزيراعلیٰ ضم شوو ضلعو كښې سروس ډيليوري ښه كولو لپاره انتظاميې ته د درېو مياشتو ډيډ لائن وركړو۔ محمد سهيل آفريدي ووئيل به درېو مياشتو كښې بايد اولسي خدمات وركولو كښې ښكاره او عملي بدلون تر نظره راشي،ده شمالي وزيرستان كښې پرمختيائي هلي ځلي په يوه اوونۍ كښې د بحالولو سپارښتنه هم وكړه۔وزيراعليٰ ووئيل د پرمختيائي هلو ځلو بحالۍ لپاره پكار افسران او اهلكار دې په سمدستي توګه وركړے شي۔ ضم ضلعو كښې آؤټ آف سكول ماشومان په تعليمي چوكاټ كښې راوستلو لپاره د خصوصي اقدامات سپارښتنې سره ده ووئيل په بجټ كښې آؤټ آف سكول ماشومانو داخلولو لپاره خصوصي فنډز بيل كړے شوے۔ده ضم شوو ضلعو كښې په سكولونو كښې د استاذانو كمے په بيړني بنايادونو د پوره كولو سپارښتنه ههم وكړه۔وزيراعلیٰ آپريشن ضرب عضب ځپليو له د معاوضې وركولو لپاره اړوندو وفاقي چارواكو ته د چآټۍ ليكلو هم سپارښتنه وكړه۔

مزید خبریں