اليكشن كميشن د ګلګت بلتستان ديامر ضلعي دوو انتخابي حلقو كښې په 12 جولائي د بيا پولنګ كولو امر وكړو

  ګلګت 06 جولائي (اے پي پي) اليكشن كمېشن د ګلګت بلتستان سپريم اپيليټ كورټ پريكړې په رڼا كښې د ديامر ضلعې  په دوو انتخابي حلقو كښې په مخصوص پولنګ سټيشنز په 12 جولائي د بيا پولنګ كولو شيډول جاري كړو ۔د اولسي اړيكو څانګي له مخې د ګلګت بلتستان چيف اليكشن كمشنر راجه شهباز خان د عدالتي احكامات تعميل كولو سره حلقه GBA-15 (ديامر-I) فيميل پولنګ سټيشن لوشي تھك …

 

ګلګت 06 جولائي (اے پي پي) اليكشن كمېشن د ګلګت بلتستان سپريم اپيليټ كورټ پريكړې په رڼا كښې د ديامر ضلعې  په دوو انتخابي حلقو كښې په مخصوص پولنګ سټيشنز په 12 جولائي د بيا پولنګ كولو شيډول جاري كړو ۔د اولسي اړيكو څانګي له مخې د ګلګت بلتستان چيف اليكشن كمشنر راجه شهباز خان د عدالتي احكامات تعميل كولو سره حلقه GBA-15 (ديامر-I) فيميل پولنګ سټيشن لوشي تھك او حلقه GBA-17 (ديامر-III) په 8 پولنګ سټيشنز په 12 جولائي د بيا پولنګ كولو نوټيفكيشن جاري كړے دے۔اليكشن كمېشن اړوندو ډسټركټ ريټرننګ  افسرانو  او ريټرننګ  افسرانو ته سپارښتنه وكړه چې د اليكشن ايكټ 2017، اليكشن رولز 2017 او   د سپريم اپيليټ كورټ پريكړو رڼا له مخې ټول انتظامات په وخت بشپړةلو سره د بيا پولنګ كولو عمل په هر لحاظ سره پاك، آزاد، غير جانبدار جوړ كړئ۔ نوټيفكيشن له مخې د پولنګ عمل به سهار 8  نه تر ماويګر 5 بجة د كومې دمې نه غېر روان وي۔

مزید خبریں