د وزیراعظم د اطلاعات او د خېبر پښتونخوا چارو کوآرډینېټر صوبه كښې د لوډشېډنګ نوټس ، پېسکو ته په درېو ورځو كښې د مكمل اېكشن پلان وړاندې كولو امر

پېښور ۔ 03 جولائی (اے پی پی) د وزیراعظم د اطلاعات او د خېبر پښتونخوا چارو کوآرډینېټر اختيار ولي خان په صوبه كښې د دېر لوډشېډنګ سخت نوټس اغستو سره پېسکو ته په درېو ورځو كښې د مكمل اېكشن پلان وړاندې كولو هدايت كړے دے۔ د کوآرډینېټر پی اېم دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې اختیار ولی خان په خېبر پښتونخوا كښې په روان غېر اعلانیه، اوږد او …

پېښور ۔ 03 جولائی (اے پی پی) د وزیراعظم د اطلاعات او د خېبر پښتونخوا چارو کوآرډینېټر اختيار ولي خان په صوبه كښې د دېر لوډشېډنګ سخت نوټس اغستو سره پېسکو ته په درېو ورځو كښې د مكمل اېكشن پلان وړاندې كولو هدايت كړے دے۔ د کوآرډینېټر پی اېم دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې اختیار ولی خان په خېبر پښتونخوا كښې په روان غېر اعلانیه، اوږد او غېر معمولي لوډشېډنګ سخته اندېښنه ښكاره كولو سره پېښور الېکټرک سپلائی کمپنی (پېسکو) ته د سمدستي، مؤثر او نتیجې وركونكو ګامونو اغستو امر وكړو۔ په مراسله كښې وئيلې شوي صوبه كښې د بجلۍ رسنې صورتحال تر اندېښنې وړ حد ناوړه شوے دے۔ پېسکو ته امر شوے چې هغه دې د بجلۍ غلا بشپړه خاتمې لپاره د زيرو ټالرنس پالېسۍ له مخې په ګرده صوبه كښې بې پرې كرېك ډاؤن وكړي٬ دغسې غېر قانوني كنډې دې ختمې كړې شي۔ ده امر وكړو چې سرکاري ، نیم سرکاري او نجی ادارو څخه دې بقاجات تر لاسه كول باوري كړې شي۔ پیسکو ته دا امر هم شوے چې په درېو ورځو كښې دننه بشپړ اېكشن پلان او تفصيلي رپورټ وړاندې كړے شي

مزید خبریں