د ترهه ګرۍ په مړانه مقابله  ،د شهيدو شوو پولیس ځوانانو جنازہ  په پولیس لائن  غلنئۍ كښې ادا كرې شوه

پېښور ۔ 03 جولائي (اے پي پي)د فتنہ الخوارج ​ ترهه ګرو  د بريد په مړانه او جرات مقابله کولو كښې د  شهید شوي ایډیشنل ایس ایچ او ذیت اللہ او د  ایلیټ فورس ځوان نور زیب  جنازہ په پولیس لائن غلنئۍ كښې د مکمل سرکاري اعزاز سره ادا کړې شوه  ۔د مومند ضلعې پولیس  وياند تر مخه  په جنازہ م كښې ډي پي او مومند رضا محمد، کمانډنټ ایم …

پېښور ۔ 03 جولائي (اے پي پي)د فتنہ الخوارج ​ ترهه ګرو  د بريد په مړانه او جرات مقابله کولو كښې د  شهید شوي ایډیشنل ایس ایچ او ذیت اللہ او د  ایلیټ فورس ځوان نور زیب  جنازہ په پولیس لائن غلنئۍ كښې د مکمل سرکاري اعزاز سره ادا کړې شوه  ۔د مومند ضلعې پولیس  وياند تر مخه  په جنازہ م كښې ډي پي او مومند رضا محمد، کمانډنټ ایم آر عاصم محمود،د قامي اسمبلۍ غړي  ساجد خان، ایس پي انویسټیګیشن   زاهد عالم خان،  ایس پي سي ټي ډي قاضي عصمت، اے ډي سي افتخار احمد او ډي ایس پي هیډ کوارټرز لیاقت علي بشمول د پولیس و قانون نافذ کوونكو  ادارو افسران، ځوانان، د هغوي وراثان او  د سيمې سپي روبي په ګن شمېر ګدون كولو ۔  په دې موقع د پولیس يوې چټك ډلې د شهدا جسدِونو ته سلامي وكړه ۔ډي پي او مومند رضا محمد، کماندنټ ایم آر او  اے ډي سي مومند د شهداء په تابوت د ګلونو څادر وغوړولو او د هغوي درجات لپاره يې لاس لپه كړل۔ياد دې وي دا مېړني د ترهه ګرو سره د ډزو په تبادله كښې شهيدان شوي وو

مزید خبریں