پېښور 02 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ د داخله و قبائلي چارو خاص مرستيال طارق سعيد مروت وئيلي دي اولس ته جديد او كوټلې ايمرجنسي خدمات رسولو لپاره موثره اقدمات كوٶ۔ دا خبره ده په صوبه كښې د ايمرجنسي هيلپ لائن (PEHL-911) پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د داخله او قبائيلي چارو ايډيشنل چيف سيکرټري اکرام الله خان، اعليٰ سرکاري چارواكو ، …
خېبرپښتونخوا كښې د ايمرجنسي هيلپ لائن PEHL-911 پېل كولو دستوره
پېښور 02 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ د داخله و قبائلي چارو خاص مرستيال طارق سعيد مروت وئيلي دي اولس ته جديد او كوټلې ايمرجنسي خدمات رسولو لپاره موثره اقدمات كوٶ۔ دا خبره ده په صوبه كښې د ايمرجنسي هيلپ لائن (PEHL-911) پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د داخله او قبائيلي چارو ايډيشنل چيف سيکرټري اکرام الله خان، اعليٰ سرکاري چارواكو ، د قانون نافذ کوٶنكو ادارو نمائندګانو او نور اړوند چارواكو هم ګډون كولو۔ د پرانستې دستورې په مهال ګډون كوٶنكو ته د PEHL-911 منصوبې په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو٬ د بريفنګ په مهال ووئيل شول دا منصوبه په صوبه كښې د يو كوټلې٬ جديد او 24 ساعته فعاله ايمرجنسي رسپانس سسټم جوړولو پلو مهم پېشرفت دے۔







