حكومت زلزله ځپليو ته هره ممكنه مرسته او آسانۍ وركولو له ټول وسائل كاروي : وزيراعلی سرفراز بګټي

کوئټه۔ 28 جون (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی سرفراز بګټي وئيلي دي حكومت زلزله ځپليو ته هره ممكنه مرسته او آسانۍ وركولو له ټول وسائل كاروي٬ حكومت ته د موسیٰ خېل تحصيل كنګري كښې د راغلې زلزلې د لاسه د ځپلې شوو كورنيو د ستونزو احساس دے ٬ هغوي به كله هم ځانله پرېښودلې نه شي۔ په اېكس خپل پېغام كښې وزيراعلی ووئيل زما په هدايت ریلیف کمشنر و …

کوئټه۔ 28 جون (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی سرفراز بګټي وئيلي دي حكومت زلزله ځپليو ته هره ممكنه مرسته او آسانۍ وركولو له ټول وسائل كاروي٬ حكومت ته د موسیٰ خېل تحصيل كنګري كښې د راغلې زلزلې د لاسه د ځپلې شوو كورنيو د ستونزو احساس دے ٬ هغوي به كله هم ځانله پرېښودلې نه شي۔ په اېكس خپل پېغام كښې وزيراعلی ووئيل زما په هدايت ریلیف کمشنر و ډائرېکټر جنرل پی ډی اېم اے  د زلزله ځپليو سيمو دوره وكړه او دغلته يۍ د زيانونو جاج اغستو سره ځپليو كورنيو ته د مرستې سامان هم وركړو۔ ده ووئيل د ځپليو فوري مرسته ٬ بحالي او دوئي ته ضروري آسانۍ وركولو د حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔