اسلام آباد۔27جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډي په ټول هېواد کښې د عاشورا محرم الحرام په سول ييز ډول ترسره كېدو د پاكستاني اولس او امنيتي ځواكونو كردار ستائلې دې۔ د خالي په ورځ خپل بيان كښې هغه ووئيل په ګرد هېواد كښې د پاک پوځ او پولیسو لخوا غوره امنیتي تدابیر نیول شوي وو، د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، د کورنیو چارو وزارت …
د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډي د عاشورا محرم الحرام په سول ييز ډول ترسره كېدو د پاكستاني اولس او امنيتي ځواكونو د كردار ستائنه

مزید خبریں
اسلام آباد۔27جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډي په ټول هېواد کښې د عاشورا محرم الحرام په سول ييز ډول ترسره كېدو د پاكستاني اولس او امنيتي ځواكونو كردار ستائلې دې۔ د خالي په ورځ خپل بيان كښې هغه ووئيل په ګرد هېواد كښې د پاک پوځ او پولیسو لخوا غوره امنیتي تدابیر نیول شوي وو، د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، د کورنیو چارو وزارت چارواکي او اړوند افسران د مبارکۍ مستحق دي۔ هغه وویل چې په خېبر پښتونخوا کښې د عاشورا په سوله ییز ډول د ترسره کېدو کریډیټ د خېبر پښتونخوا پولیس مشر، د ټولو قانون نافذ کونکو ادارو چارواکو، د سولې کمېټو غړو، شیعه او سني عالمانو او عامو خلکو ته ځي، چې د دوی د سختې خوارۍ ګډو سره ټول مذهبي مراسم په عقیدت، احترام او سولې سره ترسره شول۔ هغه هيله څرګنده كړه چې كه پاك پروردګار ته منظور وي د عاشورا محرم په مهال ليدلې شوې زغم ٬ مسلكي يووالې به ټول كال دوام لري۔








