د تاو تریخوالي  په ځاې مكالمه او شريكې رابطې د شخړو هوارولو  بنياد دے۔نوابزاده جمال خان رئيساني

  كوئټه 24 جون (اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټی د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده جمال خان رئيساني وئېلي دي د پاكستان په ثالثۍ كښې د ايران او امريكې ترمينځه اوسنې مفاهمتي يادښت د دې خبرې ثبوت دے چی د تاو تریخوالي په ځاې مكالمه او شريكې رابطې د شخړو د هواری كوټلې بنياد دے۔په خپل يو بيان كښې ده ووئيل په دې وياړ لرم چې پاكستان په نړيواله كچه …

 

كوئټه 24 جون (اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټی د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده جمال خان رئيساني وئېلي دي د پاكستان په ثالثۍ كښې د ايران او امريكې ترمينځه اوسنې مفاهمتي يادښت د دې خبرې ثبوت دے چی د تاو تریخوالي په ځاې مكالمه او شريكې رابطې د شخړو د هواری كوټلې بنياد دے۔په خپل يو بيان كښې ده ووئيل په دې وياړ لرم چې پاكستان په نړيواله كچه خبرو اترو٬مفاهمت او د سفارتكارۍ وده كښې خپل رغنده كردار ترسره كوي۔ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل عاصم منير په مشرۍ كښې پاكستان يو ځل بيا په داسې پليټ فارم رامخې ته شوې چرته چې اختلافات د شريك افهام و تفهيم او د خبرو اترو د لارې حل كولو ډاډګيرنه كيږي