استور ،ګلګت بلتستان اسمبلۍ نوو ټاكلې شووو غړو سوګند پورته كړو،د جمهوري عمل نوے دور پيل شو

  استور 22 جون (اے پي پي) د ګلګت بلتستان اسمبلۍ نوو ټاكلې شوو غړو نن د اسمبلۍ په وړومبغ غونډه كښې د خپلو چوكو سوګند پورته كړو۔د سوګند پورته كولو دستوره اسمبلۍ هال كښې وشوه،د كومي مشري چې د ګلګت بلتستان اسمبلۍ سپيكر نزير احمد ايډووكيټ وكړه۔ده د نوو ټاكلې شوو غړو څخه سوګند واخست۔د دستورې په مهال د اسمبلۍ په هال كښې يو ښه چاپيرچل رامخې ته شوې۔ …

 

استور 22 جون (اے پي پي) د ګلګت بلتستان اسمبلۍ نوو ټاكلې شوو غړو نن د اسمبلۍ په وړومبغ غونډه كښې د خپلو چوكو سوګند پورته كړو۔د سوګند پورته كولو دستوره اسمبلۍ هال كښې وشوه،د كومي مشري چې د ګلګت بلتستان اسمبلۍ سپيكر نزير احمد ايډووكيټ وكړه۔ده د نوو ټاكلې شوو غړو څخه سوګند واخست۔د دستورې په مهال د اسمبلۍ په هال كښې يو ښه چاپيرچل رامخې ته شوې۔ نوو غړو د آئين و قانون پاسدارۍ ،اولسي خدمت او ګلګت بلتستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره خپلي  ذمه وارۍ د  ديانت دارۍ او خلوص نيت سره ترسره كولو عزم وكړو۔د سوګند پورته كولو نه پس غړو د دې اميد څرګندونه وكړه چې اولسي هيلي پوره كولو سره سيمي ته پېښو مسئلو حل ، ښه طرزِ حكمراني، معاشي پرمختګ ، تعليم، صحت او بنيادي سهوليات وركولو له به كوټلې كردار ترسره كوو