پېښور 18 جون (اے پي پي) په چارسده كښې په سركل تنګي او سركل سټي كښې د زيارت په ورځ په لويه كچه كومبنګ آپريشن كولو سره يو شمېر شكمن كسان ګرفتارولو سره امنيت لا ټينګ كړې شو ۔ د چارسده پوليس وياند له مخې د ډسټركټ پوليس آفيسر محمد وقاص خان په امر ټوله ضلع كښې د امن صورتحال لا موثره كولو او د جرائم پيشه عناصرو په …
چارسده٬ په كومبنګ آپريشن كښې يو شمېر شكمن كسان ګرفتار٬ امنيت لا ټېنګ كړے شو
پېښور 18 جون (اے پي پي) په چارسده كښې په سركل تنګي او سركل سټي كښې د زيارت په ورځ په لويه كچه كومبنګ آپريشن كولو سره يو شمېر شكمن كسان ګرفتارولو سره امنيت لا ټينګ كړې شو ۔ د چارسده پوليس وياند له مخې د ډسټركټ پوليس آفيسر محمد وقاص خان په امر ټوله ضلع كښې د امن صورتحال لا موثره كولو او د جرائم پيشه عناصرو په ضد د كارروائيو سلسله روانه ده٬ په دې لړ كښې په سركل تنګي او سركل سټي كښې په بېلو سيمو كښې د شپی د كومبنګ اپرېشنز په مهال يو شمېر شكمن كسان نيولي شوې٬ په دې موقع پوليس ډلو د خارجي او داخلي لارو ناكه بندي كولو سره د ګاډو او موټر سائيكلو هم سخت چېكنګ كړې دغسې چې پوليس د هر ډول ناوړه پېښې په وخت مخنيوي باوري كړې شي۔ د ډي پي او له مخې د اولس د ځان او مال تحفظ ٬ امن و امان او د جرائمو خاتمې لپاره به د سرچ اينډ كومبنګ آپريشنز سلسله بيا لپاره هم جاري وي۔ په دې موقع ډي پي او وګړو ته اپيل وكړٶ چې ھغوي د شكمنو هلو ځلو په اړه په سمدستي توګه پوليس ته اطلاع وركړي دغسې چې ټولنه د جرائم نه پاكولو كښې په مشتركه توګه كردار لووبولې شي










