د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د كابينې مهمه غونډه ٬ د مالي كال 2026-27 بجټ بشپړ جاج واغستے شو

  کوئټه۔ 17 جون (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د صوبائي كابينې مهمه غونډه وشوه په كومه كښې چې  د راروان مالي كال 2026-27 مجوزه بجټ بشپړ جاج واغستے شو۔ په غونډه كښې صوبائي وزيرانو ، چیف سېکرټری بلوچستان، د اړوندو محكمو انتظامي سېكرټريز او اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د مالي كال 2026-27 په بجټ دستاوېزاتو بشپړ غور وشو او …

 

کوئټه۔ 17 جون (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د صوبائي كابينې مهمه غونډه وشوه په كومه كښې چې  د راروان مالي كال 2026-27 مجوزه بجټ بشپړ جاج واغستے شو۔ په غونډه كښې صوبائي وزيرانو ، چیف سېکرټری بلوچستان، د اړوندو محكمو انتظامي سېكرټريز او اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د مالي كال 2026-27 په بجټ دستاوېزاتو بشپړ غور وشو او دې څخه وروستو صوبائي كابينې په متفقه توګه ددې منظوري وركړه۔ كابينې ته ووئيلې شو چې د بلوچستان د مالی كال 2026ـ27 بجټ مجموعی حجم 1089 ارب روپۍ تجويز كړے شوے دے۔په بجټ كښې غېر پرمختيائي خرڅونو لپاره 797 اربه روپۍ او مجموعي صوبائي پرمختيائي پروګرام (پی اېس ډی پی) له 206 اربه روپۍ بېلې كړې شوي دي۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې د مالي كال 2026ـ27 په مهال صوبائي محصولات زياتولو سره د صوبې آمدن 170 ارب روپو ته د رسولو هدف ټاكلے شو ےدے۔ د بلوچستان وزيراعلی سرفراز بګټي غوڼډې ته خطاب كښې ووئيل صوبائی حکومت د محدود وسائلو باوجود يو متوازن ٬ حقيقت پسندانه او اولس دوست بجټ تيار كړے دے چې بنيادي مقصد يۍ د بلوچستان اولس ته د پرمختګ او روزګار موقعې او بنيادي آسانۍ وركول دي۔ كابينې په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې د مالي كال 2026ـ27 بجټ د صوبې د ضرورتونو ٬ اولسي هيلو او د معاشي استحكام د تقاضو له مخې دے او دا به د بلوچستان د تلپاتي پرمختګ پلو يو مهم پېشرفت ثابت شي

مزید خبریں
په تیرو مياشتو كښې پاکستان په نړيواله كچه مهمي كاميابۍ ترلاسه كړي چې ورسره د هېواد وقار لا زيات شوې۔سينيټر کامل علي آغا اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) سينيټر کامل علي آغا وئيلي دي په تیرو مياشتو كښې پاکستان په نړيواله كچه مهمي كاميابۍ ترلاسه كړي چې ورسره د هېواد وقار لا زيات شوې۔د شورو په ورځ په سېنېټ كښې په وفاقي بجټ 2026-27 بحث كښې ده د ايران او امريکې ترمينځه خبرو اترو كښې پيش رفت او امن لوظنامې لپاره د پاکستان کردار لويه سفارتي کاميابي ګرځولو سره د وزيراعظم محمد شهباز شريف، فيلډ مارشل سيد عاصم منير، نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار او داخله وزير محسن نقوي هلي ځلي وستائيلي۔ده ووئيل حکومت او رياستي ادارو په كډه هڅو د پاکستان نړيوال تشخص نور هم زيات کړو او د هېواد په اړه د يواځې والي تاثر ختم شوے۔ده د دفاعي بجټ زياتولو هركلې كولو سره ووئيل د هېواد د سلامتيا تقاضو ترمخه دا يو مهم اقدام دے دغسې پرمختيائي پروژو لپاره هم مناسب وسائل وركولو ته اړتيا ده چې د روزګار موقعې راپيدا شي او معاشي هلي ځلي وده ومومي۔