مردان، سی ټی ډی د فتنة الخوارج 3 ترهګر ووژل ٬ درې  کلاشنکوفونه او لاسي بمونه برآمد

  پېښور ۔ 17 جون (اے پی پی) سی ټی ډی مردان د شورو په ورځ د يوې كاميابې كارروايۍ په مهال د فتنة الخوارج درې مهم ترهګر ووژل۔ د مردان پوليس وياند له مخې سي ټي ډي مردان ته د خفيه ذريعو د لارې اطلاع ترلاسه شوه چې د فتنة الخوارج ترهګرو يوه ډله مهمند ضلعې څخه په چارسده ضلع كښې د تخريبي كارروايۍ هڅه كوي۔ په دې اطلاع …

 

پېښور ۔ 17 جون (اے پی پی) سی ټی ډی مردان د شورو په ورځ د يوې كاميابې كارروايۍ په مهال د فتنة الخوارج درې مهم ترهګر ووژل۔ د مردان پوليس وياند له مخې سي ټي ډي مردان ته د خفيه ذريعو د لارې اطلاع ترلاسه شوه چې د فتنة الخوارج ترهګرو يوه ډله مهمند ضلعې څخه په چارسده ضلع كښې د تخريبي كارروايۍ هڅه كوي۔ په دې اطلاع فوري كارروائي عملي كولو سره د شبقدر په مقام ترهګر نيولو له ډلې تعينات كړې شوې۔ كله چې د ترهګرو د اودرولو هڅه وكړې شوه نو هغوي په ځوانانو ډزې پېل كړې۔ سي ټي ډي بشپړه ځوابي كارروائي كولو سره درې ترهګر ووژل۔ د اتبدائي پلټنيو له مخې دا ترهګر سي ټي ډي ته د ترهګرۍ او هدفي وژنو په يو شمېر مقدمو كښی مطلوب وو۔ دوئي څخه كلاشنكوفونو سره د مېګزين او لاسي بمونو برآمد شول۔ د تښتېدلې نورو ترهګرو نيولو له عمليات پېل كړې شوي دي۔ اېډېشنل آئی جی سی ټی ډی په كاميابه كارروايۍ د مردان د ځوانانو  مړانې ستائنه كولو سره وئيلي چې د ځوانانو حوصله لوړه ده او هغوي د امن دښمنه عناصرو په ضد لكه د مضبوط دېوال ولاړ دي۔ ده ووئيل د ترهګرو په ضد د كارروائيو لړۍ به لا ګړندۍ كولې شي

مزید خبریں