د دريم نړيوال جنګ د مخ نيوي درناوے د پاکستان په برخه كښې راغلے دے ، پاکستان د نوبل امن ایوارډ  حق دار دے ، د قاقي اسمبلۍ سپیکر

  اسلام آباد۔15جون  (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر  ایازصادق وئېلي دي  د درېم نړيوال جنګ ج مخ نيوي درناوے د پاكستان په برخه كښې راغلے دے ، پاکستان د نوبل امن ایوارډ حق دار دے ۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې په پېل كښې د امریکې او ایران  په لوظ نامه  د  قامي اسمبلۍ سپيكر  ووئېل د لوي څښتن چې څومره  هم شكر ادا كړے شي …

 

اسلام آباد۔15جون  (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر  ایازصادق وئېلي دي  د درېم نړيوال جنګ ج مخ نيوي درناوے د پاكستان په برخه كښې راغلے دے ، پاکستان د نوبل امن ایوارډ حق دار دے ۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې په پېل كښې د امریکې او ایران  په لوظ نامه  د  قامي اسمبلۍ سپيكر  ووئېل د لوي څښتن چې څومره  هم شكر ادا كړے شي لږ دے ځكه چې هغه دا درناوے پاکستان له وركړے دے  او پاکستان ته عزت تر لاسه شو  د كوم  له امله چې  درېم نړيوال جنګ شاید چې كېدونكے ړ مخ نيوے اوشو ۔ده ووئېل  د ایران او امریکې په  امن  لوظنامه هغه  حکومت، اولس او د پارلیمان  غړو ته مبارکي وركوم ۔ پهخ دې لوظنامه  وزیراعظم  او نائب  وزیراعظم  و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار هم د  مبارکۍ مستحق دي   د چا په ډېرو پرله پسې ستړو چې  پیش رفت ممکن شو ۔ سپیکر ووئېل  زه د  چیف آف ډیفنس سټاف فیلډ مارشل عاصم منیر مسلسل  هڅو او محنت ته هم پېرزوئنې وړاندې كوم ۔سپیکرد  داخله وزير محسن نقوي د رابطو ،د قامي سلامتیا  صلاحكار د هڅو  ،    د خارجه سیکرټري  آمنہ بلوچ ، د فارن آفس د  ډلې او په لوظ نامه  اتفاق راوستو لپاره   د مثبت کردار دار ادا كوونكو هېوادونو هم ستئانه كوم ۔ده ووئېل د پاکستان قیادت د نوبل امن انعام حق دار دے ،سپیکر د مېلمنو  ګیلرۍ كښې د  دوست هېوادونو سفیرانو ته هر كلي سره ووئېل پاکستان كښې د  ایران سفیررضا امیري مقدم دلته يو نومړے شخصیت  دے   ،زمونږ د ټولو سره د ده تعلق هم شته  او  په دې ټوله  معامله كښې د ده  هڅې د ډېرې  ستائنې جوګه دي۔

مزید خبریں