د امریکې او ایران امن لوظ نامه د  سفارتکارۍ او سيمه ايز استحکام  لويه بريا ده  ، ډاکټر طارق فضل چوهدري

اسلام آباد۔15جون  (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزیر  ډاکټر طارق فضل چوهدري  د امریکې او ایران امن لوظ نامه خوش آئند ګرځولو سره وئېلي دي  امن لوظ نامه  د سفارتکارۍ او  سيمه ايز  استحکام لپاره لويه بريا ده ، د تاو تريخوالي  امناكه  حل لپاره  په پرله پسې  هلو ځلو پاکستان ته په زړه پورې کریډټ تر لاسه كېدل پكار دے ۔ د ګل په ورځ  په سماجي …

اسلام آباد۔15جون  (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزیر  ډاکټر طارق فضل چوهدري  د امریکې او ایران امن لوظ نامه خوش آئند ګرځولو سره وئېلي دي  امن لوظ نامه  د سفارتکارۍ او  سيمه ايز  استحکام لپاره لويه بريا ده ، د تاو تريخوالي  امناكه  حل لپاره  په پرله پسې  هلو ځلو پاکستان ته په زړه پورې کریډټ تر لاسه كېدل پكار دے ۔ د ګل په ورځ  په سماجي رابطه ویب  پاڼه’’ ایکس ‘‘ خپل يو بیان كښې ده ووئېل  وزیراعظم شهبازشریف او  فیلډ مارشل جنرل عاصم منیر  سيمه ايز استحکام ته تقویت وركړو ، د وزیراعظم شهبازشریف په فعاله سفارتي هلې ځلې ګټورې ثابت شوې ، د فیلډ مارشل جنرل عاصم منیر تګلارې د پاکستان ذمه وارہ او امن پسندہ کردار لا مضبوط كړو ، ګرده نړۍ  د دې بریک تھرو هر كلے كوي ۔ده ووئېل  د پاکستان لپاره دا خبره  د وياړ وړ ده چې هغه د  امن او خبرو اترو د ودې  يوه مهمه  ذریعه ګرځېدلے  دے، يوه مضبوطه، محفوظه او مستحکمه منطقه  د ټولو په ګته ده