د امريكې او ايران ترمينځه امن لوظ نامې ته راتلونكو 24 ساعتونكښې د حتمي شكل وركولو امكان دے٬دا تاريخي امن لوظ نامه به د تل پاتې  امن لپاره قوي بنياد وګرځي۔وزيراعظم شهباز شريف

  اسلام آباد 13جون (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي  د امريكې او ايران ترمينځه امن لوظ نامې ته راتلونكو 24 ساعتو كښې د  حتمي شكل وركولو امكان دے٬ دا تاريخي امن لوظ نامه به تل پاتې او اوږد مهاله امن لپاره قوي بنياد ثابت شي۔د خالي په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ ايكس خپل بيان كښې وزيراعظم ووئېل مونږ  امن لوظ نامې ته د وړاندې …

 

اسلام آباد 13جون (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي  د امريكې او ايران ترمينځه امن لوظ نامې ته راتلونكو 24 ساعتو كښې د  حتمي شكل وركولو امكان دے٬ دا تاريخي امن لوظ نامه به تل پاتې او اوږد مهاله امن لپاره قوي بنياد ثابت شي۔د خالي په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ ايكس خپل بيان كښې وزيراعظم ووئېل مونږ  امن لوظ نامې ته د وړاندې څڅه څو چنده زيات نزدې شوي يو٬راتلونكو 24 ساعتو په مهال لوظ نامې ته د حتمي شكل وركولو امكان دے٬د دغې نه پس پاكستان په سمدستي توګه د امن په لوظ نامه د اليكټرانك لاس ليكونو تياري كوي او راتلونكې اونۍ د تكنيكي كچې خبرې اترې هم متوقع دي۔ده ووئيل چمونږ د خبرو په مهال په پرله پسې مرسته او عزم د رياست هائے متحده امريكا او اسلامي جمهوريه ايران مننه كوو او په منطقه كښې د خپلو وروڼو هېوادونو ملاتړ ته هم پيرزوئنې وړاندې كوو۔وزيراعظم دا باور څرګند كړو چې دا تاريخي امن لوظ نامه به تل پاتې او اوږد مهاله امن لپاره  يو قوي بنياد ثابت شي۔(