هند څخه 700 سكھ ياتريان د جوړ مېله دستورو كښې ګډون لپاره په 10 جون پاكستان ته رارسي

  لاهور۔9جون  (اے پی پی) هند څخه تر 700 زيات سكھ ياتريان د ګرو ارجن دیو جی(جوړ مېله) دستورو كښې ګډون لپاره په 10 جون د واهګه پولې د لارې پاكستان ته رارسي ، هغوي ته به د متروكه وقف املاك بورډ چيئرمېن قمر الزمان او ایډیشنل سېکرټری شرائنز ناصر مشتاق هركلې وائي۔ سکھ یاتريان به دلته 10 ورځې پاتې كيږي او په دې مهال به د ننکانه صاحب، پنجه …

 

لاهور۔9جون  (اے پی پی) هند څخه تر 700 زيات سكھ ياتريان د ګرو ارجن دیو جی(جوړ مېله) دستورو كښې ګډون لپاره په 10 جون د واهګه پولې د لارې پاكستان ته رارسي ، هغوي ته به د متروكه وقف املاك بورډ چيئرمېن قمر الزمان او ایډیشنل سېکرټری شرائنز ناصر مشتاق هركلې وائي۔ سکھ یاتريان به دلته 10 ورځې پاتې كيږي او په دې مهال به د ننکانه صاحب، پنجه صاحب، کرتارپور او ډېره صاحب په شمول د مقدسو ځايونو ياترا كوي۔ د وياند له مخې د ګرو ارجن دیو جی مرکزی دستوره به په 16 جون ګردوارہ ډېرہ صاحب لاهور كښې كيږي۔ ایډیشنل سېکرټری شرائنز ووئيل ياتريانو ته هر ډول آسانۍ وركولو له خصوصي انتظامات شوي دي۔ هغوي ته پاکستان هائی کمېشن نوي ډلي وېزې جاري كړې دي۔ دا خبره دې ياده وي چې سكھ ياتري به په 19 جون د واهګه بارډر د لارې هند ته بېرته روانيږي۔