د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي سره د اېچ بي اېل چيئرمېن ملاقات

پېښور ۔ 08 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي سره د ګل په ورځ د اېچ بي اېل چيئرمېن او د آغاز خان فنډ فار اكنامك ډوېلپمنټ ډائرېكټر سلطان علی الانا ملاقات وكړو۔ د وزیر اعلیٰ هاوس پېښور وياند له مخې په ملاقات كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي هم موجود و۔ په ملاقات كښې په خېبر پښتونخوا كښې په سرمايه كارۍ او د …

پېښور ۔ 08 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي سره د ګل په ورځ د اېچ بي اېل چيئرمېن او د آغاز خان فنډ فار اكنامك ډوېلپمنټ ډائرېكټر سلطان علی الانا ملاقات وكړو۔ د وزیر اعلیٰ هاوس پېښور وياند له مخې په ملاقات كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي هم موجود و۔ په ملاقات كښې په خېبر پښتونخوا كښې په سرمايه كارۍ او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دغسې په دې موقعه د آغا خان هسپتال د جوړېدو د امكانات جاج اغستو سره سره دې لپاره د ګډو ډلو په جوړولو اتفاق وكړے شو۔ په ملاقات كښې د خېبر پښتونخوا وزيراعلی ووئيل د روغتون د جوړولو عمل به سرعت سره مخ په وړاندې بوتللے شي٬ صوبائي حكومت به د آغا خان هسپتال جوړولو له ټولې ممكن آسانۍ وړاندې كوي۔ په ملاقات كښې په ډېټا سېنټرز كښې د سرمايه كارۍ په امكاناتو هم غور وكړے شو او د لوبو په څانګو كښې د سرمايه كارۍ په موقعو خبرې هم وشوې۔