اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي پارليماني سيكرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئيلي دي د پاكستان مسلم ليګ (ن) قيادت اولسي خذمت او قامي چيلنجونو مخنيوي ته پام لرنه كوي۔ده د دې باور څركندونه وكړه چې د هېواد معاشي حالات ښه كيږي۔د اتوار په ورځ ځائې ميډيا سره خبرو اترو كښې بيرسټر دانيال چوهدري ووئيل مسلم ليګ (ن) صوبو كښې چرې هم تفريق نه …
پاكستان مسلم ليګ (ن) صوبو كښې چري هم تفريق نه كوي۔بيرسټر دانيال چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي پارليماني سيكرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئيلي دي د پاكستان مسلم ليګ (ن) قيادت اولسي خذمت او قامي چيلنجونو مخنيوي ته پام لرنه كوي۔ده د دې باور څركندونه وكړه چې د هېواد معاشي حالات ښه كيږي۔د اتوار په ورځ ځائې ميډيا سره خبرو اترو كښې بيرسټر دانيال چوهدري ووئيل مسلم ليګ (ن) صوبو كښې چرې هم تفريق نه كوي،په يو ډول پرمختګ باور لري،هېواد كښې ګورننس او سروس ډيليوري ته پام لرنه كوو۔ده ووئيل ګوند عملي ترسيل، پرمختګ او دې خبري باوري كولو ته پام لرنه كوي چې اولسي خدشات په ښه ډول لري كړې شي۔ده ووئيل پنجاب كښې روغتونونه، انفراسټركچر او نور پرمختيائي او فلاحي منصوبو سره د حكومت اولسي خدمت او سهوليات په ډاګه كيږي۔ده ووئيل مسلم ليګ (ن) يواځنې ګوند دے چې د خپلي كاركردګۍ سره ئې تاريخ جوړ كړې۔










