د ريلوے وفاقي وزير كوئټه كښې د شوې چاؤدني غندنه وكړه

  اسلام آباد 24 مئي  (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي په كوئټه كښې د شوی چاؤدني غندنی كولو سره وئيلي دي د ترهه ګرۍ ناوړه بريدونه د قام عزم كمزورې كولې نشي۔د ريلوے  وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې محمد حنيف عباسي ووئيل هند او افغانستان كښې موجود د پاكستان دښمنه عناصر د ترهه ګرۍ سرپرستي كوي،دښمن قوتونه په پاكستان كښې ناامني خپرولو …

 

اسلام آباد 24 مئي  (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي په كوئټه كښې د شوی چاؤدني غندنی كولو سره وئيلي دي د ترهه ګرۍ ناوړه بريدونه د قام عزم كمزورې كولې نشي۔د ريلوے  وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې محمد حنيف عباسي ووئيل هند او افغانستان كښې موجود د پاكستان دښمنه عناصر د ترهه ګرۍ سرپرستي كوي،دښمن قوتونه په پاكستان كښې ناامني خپرولو لپاره ناوړه كارروائيو كښې ككړ دي،هند او افغانستان څخه د ترهه ګرۍ نيټ وركس ناوړه عزائم به چري هم كامياب نه شي۔ محمد حنيف عباسي ووئيل د كوئټه كينټ څخه روان شوې شټل ټرين چمن پھاټك سره نزدې چاؤدني سره مخ شوې چې په نتيجه كښې د انجن پشمول درې ډبۍ د پټړۍ څخه كوزي شوي دغسې دوه ډبۍ چپه شوي۔ سكيورټي فورسز په سمدستي توګه سيه ولقه كښې اخستلو سره ريسكيو آپريشن پېل كړې۔ وفاقي وزير ووئيل امدادي كارروائيو لپاره ريسكيو ټرك او ريليف ټرين د پېښې ځائې ته روان كړې شوے۔ محمد حنيف عباسي ووئيل ترهه ګر د انسانيت او هېواد دښمنان دي او هغوي به انجام ته رسولې شي۔ده ووئيل د پاكستان ريلوے آپريشنل هلي ځلي به غير د څه تعطل رواني وي۔د ريلوے وزير انتظاميې ته د پېښې په سمدستي توګه رپورټ وړاندې كولو سپارښتنه وكړه

مزید خبریں