اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي كوئټه كښې د مسافرو په ټرين بريد يو ناوړه اود غندني وړ فعل دے،بے ګناه وګړي،ميرمني او ماشومان په نښه كول د دې خبري ښكاره ثبوت دے چې ترهه ګر نه يواځې د امن دښمنان دي بلكه هغوي د انسانانو د تقدس هم كوم احترام نه لري۔د اتوار په ورځ د …
كوئټه كښې د مسافرو په ټرين بريد يو ناوړه او د غندني وړ فعل دے۔وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي كوئټه كښې د مسافرو په ټرين بريد يو ناوړه اود غندني وړ فعل دے،بے ګناه وګړي،ميرمني او ماشومان په نښه كول د دې خبري ښكاره ثبوت دے چې ترهه ګر نه يواځې د امن دښمنان دي بلكه هغوي د انسانانو د تقدس هم كوم احترام نه لري۔د اتوار په ورځ د سماجي رابطو په ويب پاڼه ايكس په خپل يو پوسټ كښې وفاقي وزير ووئيل مونږ په دې پېښه كښې د شهيدو شوو كسانو كورنيو سره غمرازي كوو او د ژوبل كسانو زر روغتيا له لاس په دعا يو۔ده ووئيل د پاكستان ميړني امنيتي ځواكونه او قانون نافذ كونكي ادارې د ترهه ګرۍ ناسور ختمولو له شپه ورځ چمتو دي او دې ډول ناوړه بريدونو سره د قام حوصلې نشي كميدې۔ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد ټول قام يو موټې دے۔ پاكستان او په خاص توګه د بلوچستان اولس به د دښمن عناصرو ناوړه عزائم چري هم كامياب نه كړي۔










