هانګژو 23 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين خپلي څلور ورځنۍ دورې په وړمبي پړاؤ كښې هانګژو ته ورسيدو۔د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د شياؤ شين په هوائي ميدان د هانګژو نائب ګورنر ژجيانګ شو وينګوانګ ، د چين په پاكستان كښې سفير جيانګ زائيډونګ او د پاكستان په چين كښې سفير خليل هاشمي …
وزير اعظم محمد شهباز شريف د چين په څلور ورځنۍ دوره په وړمبي پړاؤ كښې هانګژو ته ورسيد

مزید خبریں
هانګژو 23 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين خپلي څلور ورځنۍ دورې په وړمبي پړاؤ كښې هانګژو ته ورسيدو۔د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د شياؤ شين په هوائي ميدان د هانګژو نائب ګورنر ژجيانګ شو وينګوانګ ، د چين په پاكستان كښې سفير جيانګ زائيډونګ او د پاكستان په چين كښې سفير خليل هاشمي د وزيرِ اعظم هركلے وكړو۔ نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، د منصوبه بندۍ وزيرِ احسن اقبال، د اطلاعاتو او خپرونو وزيرِ عطاء الله تارړ، د آئي ټي وزيره شزه فاطمه خواجه او خاص مرستيال طارق فاطمي هم د وزيرِ اعظم سره ملګري دي۔وزيرِاعظم به هانګژو كښې د ژجيانګ صوبې د ګوند سيكرټري سره ملاقات كوي،د سي پيك فيز 2 ترمخه د پاكستان او چين كمپنيو مرستي زياتولو لپاره په كيدونكي بزنس فورم كښې به ګډون كوي او د لوظنامو او مفاهمتي يادداښتونو د تبادلې په دستوره كښې به ګډون كوي، وزيرِاعظم به د چين نوموړي كمپنيو سي اي اوز سره هم ملاقاتونه كوي،وزيرِاعظم به د چين كمپنۍ علي بابا هيډكوارټر دوره هم كوي او د مرستي مفاهمتي يادداښتونو دستوره كښې به ګډون كوي۔دې نه پس به وزيرِاعظم بيجنګ ته ځي، بيجنګ كښې به وزيرِ اعظم د چين صدر شي جن پنګ او وزيرِاعظم لي چيانګ سره ملاقاتونه كوي۔ وزيرِاعظم به د پاك چين سفارتي اړيكو 75مې سالګرې په اړه دستوره كښې ګډون كوي،وزيرِ اعظم به د چين نوموړي كمپنيو مشرانو سره هم ملاقاتونه كوي، وزيرِاعظم به د چائنه اكيډمي آف ايګري كلچر سائنسز هم دوره كوي۔ وزيرِاعظم د چين دې دورې سره به د پاكستان چين اړيكو ته نوې اړخ ترلاسه شي چې پكښې په خاص توګه سي پيك فيز 2 ترمخه پاكستان و چين كمپنيو سره مرسته زياتول شامل دي۔










