اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډي وئيلي دي د صوبې مسئلو حل لپاره حكومت او اپوزيشن مشتركه كردار لوبولے ، د صوبې مسئلو حل لپاره به ټولو له كردار لوبول وي٬ د صوبې د اولس مسئلې حل كول وړومبۍ پام لرنه ده ، د سهار د شپږو نه تر انهه بجو به د تعطل نه غېر ګاز وركولې شي، په صوبه …
د صوبې مسئلو حل لپاره حكومت او اپوزيشن مشتركه كردار لوبولے۔ د ګورنر فېصل كريم كنډي پرېس كفنرنس

مزید خبریں
اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډي وئيلي دي د صوبې مسئلو حل لپاره حكومت او اپوزيشن مشتركه كردار لوبولے ، د صوبې مسئلو حل لپاره به ټولو له كردار لوبول وي٬ د صوبې د اولس مسئلې حل كول وړومبۍ پام لرنه ده ، د سهار د شپږو نه تر انهه بجو به د تعطل نه غېر ګاز وركولې شي، په صوبه كښې د سولې ثبات او مالياتي چارو حل زمونږ ترجيح ده ۔ د شورو په ورځ د اپوزيشن پلاوي سره په ګډه پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ګورنر ووئيل صوبې ته د سي این جي، غنمو او د نورو معاملو په اړه يو شمېر مسئلې رامخې ته وې په دې د صوبائي حكومت٬ اپوزيشن او وفاق ترمېنځه مسلسل رابطې روانې وې۔ ده ووئيل د سپيكر لخوا رابللې شوې ټول ګونديز كنفرنس كښې وزیراعلیٰ، د کابینې غړو او ټولو سياسي ګوندونو ګډون كړے او په دې خبره اتفاق راغلے چې د صوبې د مفادات په معامله به سياست نه كېږي۔ ده ووئيل د وزیراعظم لخوا جوړې كړې شوې كمېټۍ چې پكښې د صوبائي حكومت او اپوزيشن غړي شامل وو د صوبې په مسئلو په سنجيدګۍ سره غور كړے۔ ده ووئيل د سي این جي په مسئله وفاق سره د خبرو اترو نه پس اتفاقراغلے چې صوبې ته به هره ورځ د سهار 6 بجو نه تر مازيګر شپږ بجو 35 اېم اېم سی اېف ډي ګیس وركولې شي او د اختر او د ضرورت په نورو موقعو به اضافې ګاز هم وركولې شي، د دې پرېكړې نه پس به سبا سي این جي سټیشن بيا پرانستلې شي۔ ده ووئيل د غنمو ترسيل او د تجارت مسئلې هم وفاق سره پورته كړې شوي ځكه چې د آئین آرټیکل 151 له مخې بین الصوبائی تجارت آزاد پكار دے ۔ ګورنر فېصل كريم كنډي ووئيل كه وفاق او صوبه په ګډه په سنجيدګۍ سره خبره وكړي نو زياتې مسئلې حل كېدې شي۔ ده ووئيل سیاسي اختلافات پخپل ځائے خو اولسي مسئلې٬ امن و امان٬ مالياتي چارې او د صوبې د حقونو په معامله به ټولو سياسي قواؤ له يو كېدل وي








