این ډي ایم اے د هېواد بېلو برخو كښې د ممکنه موسمي صورتحال په اړه خبر دارے جاري كړو

  اسلام آباد۔20مئی  (اے پي پي)  د نیشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټي(این ډي ایم اے ) نیشنل ایمرجنسیز آپریشن سینټر (این اي او سي) د هېواد بېلو برخو كښې   د ممکنه موسمي صورتحال په اړه خبردارے جاري كړو ۔ د شورو په ورځ  د این ډي ایم اے میډیا څاڼكې نه  جاري كړي بیان تر مخه په راروانو  12 نه تر 24 ساعتو په مهال  د  پنجاب برنو سيمو بشمول ګلګت …

 

اسلام آباد۔20مئی  (اے پي پي)  د نیشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټي(این ډي ایم اے ) نیشنل ایمرجنسیز آپریشن سینټر (این اي او سي) د هېواد بېلو برخو كښې   د ممکنه موسمي صورتحال په اړه خبردارے جاري كړو ۔ د شورو په ورځ  د این ډي ایم اے میډیا څاڼكې نه  جاري كړي بیان تر مخه په راروانو  12 نه تر 24 ساعتو په مهال  د  پنجاب برنو سيمو بشمول ګلګت بلتستان، آزاد کشمیر او د خیبر پښتونخوا پورته سيمو كښې د باران امکان دے ۔ د اسلام آباد پشمول د  پنجاب ښارونو مري ،پنډۍ ، اټک،چکوال،جهلم، ګجرات، ګوجرانواله ، حافظ آباد،سیالکوټ او منډي بهاؤالدین كښې د باران امكان دے  ۔ د خیبرپښتونخوا په مختلف ضلعو  بشمول چترال، دیر، سوات،کالام،منګورہ،مالاکنډ، بٹګرام،مانسهرہ، ایبټ آباد، هري پور، مردان، نوښار ، پیشور ، چارسدہ، کوهاټ، کرک، بنوں او ډیرہ اسماعیل خان كښې باران  متوقع دے ۔ د بلوچستان  په ښارونو  کوئټه ، ژوب،زیارت،قلعه  سیف اللہ، قلعه عبداللہ،چمن، پشین او سبي كښې  د باران هم  امکان دے  دغسې  ګلګت بلتستان او  د  آزاد کشمیر  سکردو، هنزہ، نګر، غزر، دیامر،ګلګت،ګھانچې ، استور، خرمنګ، شګر، مظفرآباد، باغ،راولاکوټ، حویلو،پونچھ او  وادي نیلم كښې د باران  امکان دے  ۔ د باران سره بېلو سيكمو كښې د ګړز ګړز ٬ برېښنا او د جاكړ  سره ږلۍ هم  متوقع ده  ۔ ،این ډي ایم اے ټولو صوبائي او ضلعي ادارو ته د  ممکنه موسمي صورتحال تر مخه  د چمتو پاتې كېدو هدایت كړے ۔

 

 

مزید خبریں