د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د چين اعلی كچې پلاوي سره مهم ملاقات ٬ پاک -چین پارلیمانی همكارۍ ته د ودې وركولو د عزم پخلے

  اسلام آباد۔20مئی(اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی د چین نېشنل پیپلز کانګرېس (اېن پی سي) قائمه کمېټۍ نائب چیئرمېن Cai Dafeng په مشرۍ كښې راغلي د اعلی كچ پلاوي ته په پارليمنټ هاؤس كښې هركلے اووې۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو ٬ پارلماني همكارۍ ٬ سيمه ايز صورتحال او بېلو څانګو كښې د سباؤن په همكارۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ يوسف رضا …

 

اسلام آباد۔20مئی(اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی د چین نېشنل پیپلز کانګرېس (اېن پی سي) قائمه کمېټۍ نائب چیئرمېن Cai Dafeng په مشرۍ كښې راغلي د اعلی كچ پلاوي ته په پارليمنټ هاؤس كښې هركلے اووې۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو ٬ پارلماني همكارۍ ٬ سيمه ايز صورتحال او بېلو څانګو كښې د سباؤن په همكارۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ يوسف رضا ګېلاني ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د سفارتي اړيكو 75 كلونه بشپړېدل د دې د تاريخي ٬ ازمائېلې شوې او اولسي كچې مضبوطې خپلولۍ عكاسي كوي كومه چې  د وخت سره سره لا مستحكمه شوې ده۔ ده ووئيل ماته د چين سركاري دورو په مهال چينائي صدر ٬ وزيراعظم او نور اعلی قيادت سره د ملاقاتونو موقع ترلاسه شوې۔ دغسې د چين د بېلو سيمو دورو په مهال مهمې لوظنامې هم شوي كومو چې ډوه اړخيزه همكارۍ ته نوے اړخ وركړو۔ ده ووئيل د ذوالفقار علي بھټو، ماؤ زے تنګ او چو این لائی په څير مدبر لارښودو د پاك چين ملګرتيا مضبوطولو بنياد اېښودے۔ ده ووئيل د تجارت ٬ معيشت٬ كلتور ٬ انفراسټركچر او رابطو په څانګو كښې پاك چين همكارۍ د منطقې په پرمختګ كښې ښكاره كردار ترسره كړے دے۔ ده د سي پېك لاندې همكارۍ ته د ودې وركولو عزم سره ووئيل پاكستان د كركيلې ٬ توان ٬ معدنيات او زده كړو په شمول بېلو څانګو كښې چين سره همكاري زياتول غواړي۔ په سيمه ايزه او نړيواله وضعه خبرو كښې ده ووئيل پاکستان په امن، خبرو اترو او سفارتي حل باور لري او منطقه كښې استحكام ته ودې وركولو له به رغنده كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ او د روسيه صدر ولادمیر پوټن د چين اوسنۍ دوره زياته مهمه ده۔ په دې موقع  د پلاوي په تود هركلي كولو د سيد يوسف رض ګيلاني او د سېنېټ غړو مننه وكړه۔ دوئي ووئيل چين پاكستان سره اړيكو ته زيات اهميت وركوي او دې ته بېلو پرمختيائي څانګو كښې د پراختيا وركولو عزم لري۔ ده د سېنېټ لخوا د پاكستان چين دوستۍ په حق كښې د متفقه قرارداد ستائنې كولو سره ووئيل  پارلماني فورمز په نړيوالو چېلنجونو قابو موندلو كښې د مكالمې او مرستې د لارې مهم كردار ترسره كولې شي۔ په ملاقات سېنېټرز شیری رحمان، سلیم مانډوی والا، رانا ثنا الله ، منظور احمد کاکړ، د سنېټ چیئرمېن سلاحكار مصباح کھر، ډپټی سید غلام مصطفی شاہ، د قامي اسمبلۍ غړې رومینه خورشید عالم،په پاکستان كښې تعينات د چین سفیر جیانګ زائیډونګ او د پلاوي نور غړي شامل وو۔

مزید خبریں