اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی) نائب وزیراعظم خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د شورو په ورځ په خارجه وزارت كښې د بنكله دېش سينئر سركاري چارواكو يو پلاوي هركلے وكړو۔پلاوي د پاکستان-بنګله دېش نالج کورېډور اقدام لاندې د پاكستان په دوره دے او لاهور كښې به سول سروسز اکېډمي كښې په درېو اوونيو مشتمل اېګزېکټو ډوېلپمنټ پروګرام كښې ګډون كوي۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې …
د نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار په خارجه وزارت كښې د بنګله دېش لوړ پوړو هر كلے وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی) نائب وزیراعظم خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د شورو په ورځ په خارجه وزارت كښې د بنكله دېش سينئر سركاري چارواكو يو پلاوي هركلے وكړو۔پلاوي د پاکستان-بنګله دېش نالج کورېډور اقدام لاندې د پاكستان په دوره دے او لاهور كښې به سول سروسز اکېډمي كښې په درېو اوونيو مشتمل اېګزېکټو ډوېلپمنټ پروګرام كښې ګډون كوي۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې 53 كاله پس شوې دا دوره په دوه اړخيزه اداره جاتي تبادلو كښې د يو مهم پړاؤ حېثيت لري۔ نالج کورېډور نائب وزیراعظم و خارجه وزير د تېر كال اګست مياشت كښې د ډھاكې دورې په مهال جوړ كړے ؤ چرته چې هغه 5 سوه بنګه دېشي زده كوونكو لپاره وظيفې اعلان كړې وې۔ تر دې دمه 74 بنګله دېشي زده كوونكي پاكستان كښې لوړدې زده كړې ترلاسه كوي۔ نائب وزیراعظم ووئيل چې دا تبادله د پاک-بنګله دېش اړيكو د زيات شوي پېشرفت عكاسي كوي۔ ده د مشرتابه په كچه د پرله پسې رابطو ٬ اداره جاتي همكارۍ او د اولسي كچې اړيكو په اهميت هم زور راوړو










