اسلام آباد۔20مئی (اے پي پي) د ېحري چارو وفاقي وزیر محمد جنید انوار چوهدري قازق سرمایه کارو ته په ګوادر او کراچي پورټس كښې د سرمایه کارۍ او شريكو منصوبو بلنې وركولو سره وئېلي دي د پاکستان بندرځايونه د مينځنۍ اسيا هېوادونو لپاره د سيمه ايزو او نړيوالو منډيانو ته د رسنې وركولو مؤثر ذریعه جوړېدې شي ۔ د وزارت نه جاري پریس ریلیز ترمخه د شورو په ورځ …
د پاکستان بندرځايونه مينځنۍ اسيا لپاره د مهمې تجارتي ګیټ وے جوړېدو اهليت لري، جنید انوار چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد۔20مئی (اے پي پي) د ېحري چارو وفاقي وزیر محمد جنید انوار چوهدري قازق سرمایه کارو ته په ګوادر او کراچي پورټس كښې د سرمایه کارۍ او شريكو منصوبو بلنې وركولو سره وئېلي دي د پاکستان بندرځايونه د مينځنۍ اسيا هېوادونو لپاره د سيمه ايزو او نړيوالو منډيانو ته د رسنې وركولو مؤثر ذریعه جوړېدې شي ۔ د وزارت نه جاري پریس ریلیز ترمخه د شورو په ورځ د قازق کمپنۍ فریډم هولډنګ کارپوریشن چیف ایګزیکټو آفیسر تیمور ترلوف په مشرۍ كښې د قازقستان 11 كسيز پلاوي سره د ملاقات په مهال د وفاقی وزیر سره په پاکستان بندرځايونو ټرانس شپمنټ آپریشنز، آف ډاک او ملټي پرپز ټرمینلز، ټرائی ټاک او فلوټنګ ټاک اسانيو كښې د مرستې په امکانات خبرې وشوې ۔محمد جنید انوار چوهدري د کراچی او ګوادر په سيمه ايز تجارت كښې اسټریټجک اهمیت رامخې ته كولو سره ووئېل د پاکستان میري ټائم انفراسټرکچر د نړيوالو سرمایه کارو لپاره پراخه موقعې وركوي ۔ ده ووئېل ګوادر فري زونز كښې د مشترکه منصوبې قازقستان ته تر سيمه ايزو او تر ڼړيوالو تجارتي منډیانو ښه رسنه كښې مرستياله ګړحدې شي ۔ پلاوي د پاکستان میري ټائم څانګه كښې سرمایه کارۍ له زياته خوښي ولرله او په حکومتي اقتصادي او په بحري پالیسیو يې د باور څرګندونه وكړه ۔ ملاقات كښې د پاکستان او مينځنۍ اسيا هېوادونه په خاص توګه د قازقستان تر مينځه د سړک، ریل او فضائي رابطو په وده هم خبرې وشوې ٬ دغسې چې سيمه ايز تجارتي انضمام لا مستحکم كړے شي ۔ په دې موقع تیمور ترلوف د پاکستان ترقۍ لپاره په میری ټائم سیکټر د بارو څرګندونې سره ووئېل زمونږ کمپنۍ د پاکستان اقتصادي ترجیحات سره د سمون او د اوږد مهاله اسټریټجک سرمایه کارۍ د امکانات جاج اخلي۔









