د مذهبي چارو وفاقي وزير د منیٰ او عرفات کېمپونو دورہ، په انتظامات د اطمينان څرګندونه

مکه مکرمه/اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی) د مذهبي  چارو وفاقي وزير سردار يوسف د منیٰ او عرفات كېمپونو كښې د  پاكستانو حج كوونكو ته په وركړې كېدونكو آسانيو د  اطمينان څرګندونې كولو سره ووئيل حكومت د پروردګار مېلمنو ته  هره آساني باوري كوي ٬ كه پاك پروردګار ته منظور وي د روان كال حج آپرېشن به د تېرو ټولو كلونو په مقابل كښې زيات ښه او مثالي وي۔ ده ددې خيالاتو …

مکه مکرمه/اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی) د مذهبي  چارو وفاقي وزير سردار يوسف د منیٰ او عرفات كېمپونو كښې د  پاكستانو حج كوونكو ته په وركړې كېدونكو آسانيو د  اطمينان څرګندونې كولو سره ووئيل حكومت د پروردګار مېلمنو ته  هره آساني باوري كوي ٬ كه پاك پروردګار ته منظور وي د روان كال حج آپرېشن به د تېرو ټولو كلونو په مقابل كښې زيات ښه او مثالي وي۔ ده ددې خيالاتو څرګندونه د مذهبي چارو سېكرټري ابرار احمد ٬ د پاكستان حج مشن ډي جي عبد الوهاب سومرو او د سعودي سروس پرووائیډر الراجحي کمپنۍ سی ای او بندر اے الراجحی سره په عرفات او منیٰ كښې د لګېدلو خېمو دورې څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل په خېمو كښې د ایئر کنډیشنز او د ضرورت نورو څيزونو اعلی انتظام شوے دے۔ په دې كېمپونو كښې حجاج كرامو ته تازه خوراكونه ٬ يخې اوبه او آئس كريم وركولې شي۔ دوي لپاره 24 ساعته فعاله مېډيكل كلينكس جوړ كړې شوي ۔ په كېمپونو كښې د حج خطبه نېغه په نېغه اورېدو له لوې سكرينونه لګولې شوي او دې سره د اردو ژباړنې انتظام هم شوے دے۔ وفاقي وزير ووئيل په منیٰ، عرفات، مزدلفه او جمرات كښې زمونږ خدام او مكتب ناظمين 24 ساعته د عازمينو لارښودنې له چمتو ولاړ دي۔