اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سينيټ سيدال خان سره په پارلمان كښې اطلاعات او خپرونو وزارت وفاقي سيکرټري و منيجنګ ډائريکټر پاکستان ټيلي ويژن اشفاق احمد خليل ليدلي ٬ د ملاقات په مهال د خپرونو د ملي ادارو په كاركردګۍ، جاري اصلاحاتو او د جديد تقاضو سره په همكاري لرونكو اقداماتو خبرې وشوې۔ سيدال خان په دې موقع د پي ټي وي او …
د سېنېټ دوهم چيئرمېن سره سيدال خان سره وفاقي سيکرټري اشفاق احمد خليل وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سينيټ سيدال خان سره په پارلمان كښې اطلاعات او خپرونو وزارت وفاقي سيکرټري و منيجنګ ډائريکټر پاکستان ټيلي ويژن اشفاق احمد خليل ليدلي ٬ د ملاقات په مهال د خپرونو د ملي ادارو په كاركردګۍ، جاري اصلاحاتو او د جديد تقاضو سره په همكاري لرونكو اقداماتو خبرې وشوې۔ سيدال خان په دې موقع د پي ټي وي او راډيو د كردار ستائنه كوول سره ووئيل چې دا دواړه قامي ادارې د اولس خبرتيا٬ تعليم او قامي شعور بېدارولو كښې كليدي حېثيت لري۔ ده ووئيل چې پي ټي وي ملي وحدت، كلتوري همغږۍ او په زړه پورې قامي تشخص ته وده وركولو كښې تل اهم كردار لوبولې او نن هم بلوچستان او خيبر پښتونخوا لرې پرتو سيمو پشمول ګرد هېواد كښې د معلوماتو، تعليم او تفريح موثره ذريعه ده۔ په دې موقع اشفاق احمد خليل د سېنېټ دوهم چيئرمين سينيټ په اداره كښې د جاري اصلاحاتو، ډيجيټل پليټ فارمز پراختيا او د پي ټي وي ورلډ د لارې د پاکستان مثبت تشخص په نړيواله كچه رامخې ته كولو لپاره په اقداماتو بريفنګ هم وركرٶ









