نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار په سينيټ آف پاکستان كښې قرارداد “چين پاکستان دوستي او د ورورولۍ اړيكو پخلے” وړاندې كړو

  اسلام آباد 20 مئي  (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ته د قائدِ ايوان په توګه د شورو په ورځ په سينيټ آف پاکستان كښې د "چين۔پاکستان دوستۍ او د ورورولۍ اړيكو پخلي" په سرخط د يو قرارداد وړاندې كولو اعزاز ترلاسه شو كوم چې د پاكستان او چين ترمېنځه د سفارتي اړيكو 75مې سالګرې په مناسبت سره وړاندې كړېے شو٬ د دې …

 

اسلام آباد 20 مئي  (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ته د قائدِ ايوان په توګه د شورو په ورځ په سينيټ آف پاکستان كښې د “چين۔پاکستان دوستۍ او د ورورولۍ اړيكو پخلي” په سرخط د يو قرارداد وړاندې كولو اعزاز ترلاسه شو كوم چې د پاكستان او چين ترمېنځه د سفارتي اړيكو 75مې سالګرې په مناسبت سره وړاندې كړېے شو٬ د دې نه وروستة دا قرارداد د سينيټ لخوا په متفقه توګه منظور كړے شو۔ د خارجه دفتر واند له مخئ خپلئ وېنا کښې نائب وزيراعظم په دې تاريخي موقع د پاکستان او چين قيادت او اولس له مباركي وركړه۔ ده په دې خبره زور رواړو چې شريك باور، احترام او په مشتركه هيلو اډانه پاکستان-چين اړيكې د تېرو 75 كالو په مهال مسلسل مضبوطېږي كومې چې نن هم سيمه ايز امن، استحکام او پرمځتګ لپاره د يوې اهمې ستن حېثيت لري۔ ده سياسي، اقتصادي، ستراتېژك او د اولسي روابطو پشمول ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته لا زياتولو  لپاره د پاکستان د غير متزلزل عزم پخلې كولو سره په دې مشتركه عزم رڼا واچوله چې دا آئرن فرېنډشپ به تر راتلونكي نسل په لا مضبوط ډول مخ په وړاندې بوتللې شي

مزید خبریں