اسلام آباد۔20مئی(اے پي پي) قامي اسمبلۍ د پاك چين اړيكو 75 كلونو په بشپړېدو متفقه قرارداد منظور كړے په كوم كښې چې وئيلې شوي دي دا ايوان د پاك چين د همه موسمي ازمائېلې شوې دوستۍ په مرسته اډانه همكارۍ له د خپل نه كمزورے كېدونكې عزم پخلې كوي او د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو څانګو لا مضبوطولو او پراخه كولو له د پاكستاني پارليمان لخوا د پرله …
قامي اسمبلۍ د پاك چين اړيكو 75 كلونو په بشپړېدو قرارداد منظور كړو

مزید خبریں
اسلام آباد۔20مئی(اے پي پي) قامي اسمبلۍ د پاك چين اړيكو 75 كلونو په بشپړېدو متفقه قرارداد منظور كړے په كوم كښې چې وئيلې شوي دي دا ايوان د پاك چين د همه موسمي ازمائېلې شوې دوستۍ په مرسته اډانه همكارۍ له د خپل نه كمزورے كېدونكې عزم پخلې كوي او د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو څانګو لا مضبوطولو او پراخه كولو له د پاكستاني پارليمان لخوا د پرله پسې ملاتړ لوظ كوي۔ د شورو په ورځ د چينائي پلاوي د مېلمنو په ګېلرۍ كښې د موجودګۍ په موقع د وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري لخوا ايوان ته وړاندې كړي قرارداد كښې ووئيل شول د اسلامی جمهوریه پاکستان او عوامي جمهوريه چين ترمينځه د سفارتي اړيكو 75 مې سالګرې په ياد كښې د اسلامی جمهوریه پاکستان قامي اسمبلي، د عوامی جمهوریه چین حکومت او اولس ته د دواړو هېوادونو ترمينځه د سفارتي اړيكو 75 مې سالګرې مباركي وركوي او هغوي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كوي۔ ايوان دا هيله لري چې د ملګرتيا دا تلپاتې خپلولي به په راتلونكو لسيزو كښې لا پياوړې او پراخه شي۔ په قرارداد كښې ووئيل شول دا ايوان سی پېک يوه انقلابي منصوبه ګرځولو سره ددې بشپړ ملاتړ كوي۔ قرارداد كښې ووئيل شول دا ايوان د چين پلاوي ته په قامي اسمبلۍ كښې هركلے وايي۔ په قرارداد كښې د دې عزم څرګندونه هم وشوه چې راروان 75 كلونه به د پاكستان او چين ترمينځه د مضبوطو ٬ متحركو او ګټورو اړيكو ګواه وي








