ملګري ملتونه 20 مئي (اے پي پي) پاکستان د روسيه او يوکرين ترمېنځه په روان جنګ د اندېښنې څرګندونې كولو سره ووئيل د روسيه يوکرين جنګ د خاتمې يوازنۍ لاره خبرې اترې دي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان نائب مستقل استازي عثمان جدون د سلامتي کونسل غونډه كښې د يوکرين په صورتحال د بحث په مهال وكړه ۔ ده زور راوړو چې يوکرين او د روسيه …
د روس او يوکرين جنګ د خاتمې يوازنۍ لاره خبرې اترې دي۔ پاکستان

مزید خبریں
ملګري ملتونه 20 مئي (اے پي پي) پاکستان د روسيه او يوکرين ترمېنځه په روان جنګ د اندېښنې څرګندونې كولو سره ووئيل د روسيه يوکرين جنګ د خاتمې يوازنۍ لاره خبرې اترې دي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان نائب مستقل استازي عثمان جدون د سلامتي کونسل غونډه كښې د يوکرين په صورتحال د بحث په مهال وكړه ۔ ده زور راوړو چې يوکرين او د روسيه ترمېنځه خبرې د تل پاتي امن يوازنۍ لاره ده۔ ده ووِئيل مونږ په دواړو ډلو زور راوړو چې سفارت کارۍ ته پام لرنه وكړي، د حقيقي سياسي عزم څرګندونه وكړه او يو منصفانه، تل پاتي او په شريكه توګه د قبلېدو وړ حل پاره ګټورې او معني لرونكې وكړي چې پكښې د ډلو جائز مفادات، د ملګرو ملتونو منشور، د نړيوال قانون او د اړوندو ګڼ اړخيزه لوظنامو احترام وكړے شي۔ ده هيله څرګنده كړه چې دواړه ډلې به د امريكې د سهولت كارۍ او د سمدستي خبرو اترو عمل بيا پېل كړي دغسې چې د دې شخړې خاتمه ممكن شي، پاکستان به د شخړې جامع، پائيدار او سولئيز هواري لپاره د ټولو هلو ځلو ملاتړ روان ساتي








