معركه حق كښې پاك پوځ د جارحيت بشپړ ځواب كولو سره د دښمن غرور مات كړو: انجينئر امير مقام

   د كشمير او ګلګت بلتستان وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي چې د پاك پوځ مړانې ، پېشه ور مهارت او قربانيو ته پېررزوئنې وړاندې كوو، په معركه حق كښې پاك پوځ د هندي جارحيت بشپړ ځواب كولو سره د دښمن غرور مات كړو۔ د معركه حق يو كال په بشپړ كېدو خپل پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل پاك هوائي پوځ د عصري حكمت عملۍ دلارې په تاريخي …

 

 د كشمير او ګلګت بلتستان وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي چې د پاك پوځ مړانې ، پېشه ور مهارت او قربانيو ته پېررزوئنې وړاندې كوو، په معركه حق كښې پاك پوځ د هندي جارحيت بشپړ ځواب كولو سره د دښمن غرور مات كړو۔ د معركه حق يو كال په بشپړ كېدو خپل پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل پاك هوائي پوځ د عصري حكمت عملۍ دلارې په تاريخي فضائي معركه كښې د دښمن الوتكې او دفاعي نظام تباه كړو۔ ده ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف او فیلډ مارشل سید عاصم منیر په مشرۍ كښې ټول قام د پاك پوځ ترڅنګ ولاړ دے۔ وفاقي وزير دعا وكړه چې پروردګار دے شهيدانو له لوړې درجې او پاكستان له امن ، استحکام او ترقي وركړي۔