په موجوده تقسيم شوې نړيوال ماحول كښې د اسلام حقيقي پيغام واضحه او په موثره ډول نړۍ ته ورمخې ته كول ضروري دے۔ د سېنېټ چيئرمين يوسف رضا ګيلاني “پيغام اسلام” كنفرنس ته وېنا

  اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د اسلام په عالمګير پيغام رڼا اچولو سره دا د امن، روادارۍ ، برداشت او د انساني وقار ضامن ګرځولے دے۔ "پيغام اسلام" کنفرنس ته د خاص مېلمه په حېث خپلې وېنا كښې ده د ګرانو مېلمنو او ګډون كوونكو هركلي كولو سره د دې مهم او په وخت کنفرنس په تابيا انتظاميه ته پېرزوئنې …

 

اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د اسلام په عالمګير پيغام رڼا اچولو سره دا د امن، روادارۍ ، برداشت او د انساني وقار ضامن ګرځولے دے۔ “پيغام اسلام” کنفرنس ته د خاص مېلمه په حېث خپلې وېنا كښې ده د ګرانو مېلمنو او ګډون كوونكو هركلي كولو سره د دې مهم او په وخت کنفرنس په تابيا انتظاميه ته پېرزوئنې وراندې كړې چې مقصد ئې په نړيواله كچه په يو ډېره  مهمه موضوع مكالمې ته وده وركول دي۔ ده ووئيل اسلام د عدل، همدردۍ او د خېرښګړې درس وركوي۔  ده زور راوړو چې په موجوده تقسيم شوي نړيوال ماحول كښې د اسلام حقيقي پيغام واضحه او په موثره ډول نړۍ ته ورمخې ته كول ضروري دے ۔ په نړيواله منظرنامه كښې د پاکستان په كردار رڼا اچولو سره ده ووئيل تل پاتې امن يوازې د مکالمې او سفارتکارۍ د لارې ممكن دے، د تصادم د لارې نه۔ ده ووئيل پاكستان تل د تحمل، ذمه داوۍ او دانشمندۍ مظاهره كولو سره د تاٶ تريخوالي خاتمې لپاره د مثبت روابطو په وده كښې كليدي كردار لوبولے۔ ده په اوسني  سيمه ايز پيشرفت كښې د قيادت د كردار ستائنې كولو سره صدر مملکت آصف علي زرداري، وزيراعظم محمد شهباز شريف، چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل  سيد عاصم منير او د نائب وزيراعظم اسحاق ډار زيرك قيادت ته پېرزوئنې وړاندې كړې د چا په هلو ځلو سره چې په منطقه كښې په تاٶ تريخوالي كښې كمے او د امن امكات ته وده ترلاسه شوې۔ چيئرمين سينيټ سيد يوسف رضا ګيلاني په دې موقع په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې ھغوي د اختلافاتونه پرته يو داسې نړيوال نظام جورولو لپاره د ګډې هڅې وكړي كومې چې په امن، استحکام او مشترکه خوشحالۍ اډانه وي۔ ده پخلے وكړو چې پاکستان نه يوازې د دې مقصد ملاتړ لپاره چمتو دے بلكې په دې كښې د عملي قيادت کردار لوبولو لپاره هم عزم لري