اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د سېنېت دوهم چيئرمين سيدال خان ناصر د "معرکه حق" په وړومبۍ سالګره ټول قام او پاك پوځ او په خاص توګه چيف آف ډيفنس فورسز و فيلډ مارشل سيد عاصم منير له د دښمن په ضد په عظيمه فتح او تاريخي کاميابۍ مباركي وركړه۔ خپل خاص پېغام كښې ده ووئيل معرکه حق د پاکستان د تاريخ يو ځالانده باب دے چې …
د سېنېت دوهم چيئرمين د “معرکه حق” په وړومبۍ سالګره ټول قام او پاك پوځ له مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د سېنېت دوهم چيئرمين سيدال خان ناصر د “معرکه حق” په وړومبۍ سالګره ټول قام او پاك پوځ او په خاص توګه چيف آف ډيفنس فورسز و فيلډ مارشل سيد عاصم منير له د دښمن په ضد په عظيمه فتح او تاريخي کاميابۍ مباركي وركړه۔ خپل خاص پېغام كښې ده ووئيل معرکه حق د پاکستان د تاريخ يو ځالانده باب دے چې پكښې پاك پوځ د دښمن د جارحيت په وظيفائي بوهه موثر او بشپړ ځواب وركړے۔ ده ووئيل هند نه يوازې د پاكستان لخوا ماتي سره مخ شوے بلكې په نړيواله كچه هم رسوا شوے ۔ ده زياته كړه چې كله هند د ناسمه پروپيګنډې او بې بنسټه تورونو د لارې په پاکستان د جنګ مسلط كولو هڅه وكړه نو پاك پوځ د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې په جرأت، بهادرۍ او وظيفائي پوهه داسې مثال جوړ كړو د كوم چې نړۍ ستائنه كوي ۔ ده مودي سركار خبردارولو سره ووئيل د پاكستان په سلامتيا او خپلواكۍ به كومه سودا نه كېږي او دښمن به په هر محاذ ناكامۍ سره مخ كېږي۔











