اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي ماحول دوست ماليات ترلاسه كولو لپاره اقدامات سره سره د وړاندې نه د شته فنډز سپېځلے، فعاله او موثر استعمال ضروري دے، د آئي ايم ايف بورډ په غونډه كښې موسمياتي لچك لپاره پاکستان ته نورې 200 ملين ډالره د ترلاسه كېدو امكان دے، د مېځني ختيز صورتحال په تناظر كښې کمرشل سره …
حکومت ماحول دوست ماليات لپاره اقدامات كوي٬ د خزانې وزير محمد اورنګزيب بريتھ پاکستان انټرنيشنل کلائميټ چينج کنفرنس ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي ماحول دوست ماليات ترلاسه كولو لپاره اقدامات سره سره د وړاندې نه د شته فنډز سپېځلے، فعاله او موثر استعمال ضروري دے، د آئي ايم ايف بورډ په غونډه كښې موسمياتي لچك لپاره پاکستان ته نورې 200 ملين ډالره د ترلاسه كېدو امكان دے، د مېځني ختيز صورتحال په تناظر كښې کمرشل سره سره ستراتېژك پانګې جوړولو ته پام كول هم ضروري شوي دي۔ د شورو په ورځ بريتھ پاکستان انټرنيشنل کلائميټ چينج کنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل نيشنل ډيزاسټرمنيجمنټ اتھارټي (اين ډي ايم اے) سينټر كښې د قدرتي آفتونو او د موسمياتي صورتحال په حواله په مصنوعي ذهانت اډانه د جديد پيشګي خبرتيا نظام نصب كړے شوے ، د دې نظام له مخې هيټ ويوز، بارانونه ، وچ كالي او د نورو موسمياتي عوامل په حواله د پېشګي اګاهۍ په اړه غوره معلومات ترلاسه كېږي، ده ووئېل د حفاظتي او د پيشګي اقدامات په اړه پاکستان اوس د ماضي په مقابل كښې په ښه پوزيشن كښئ دے او اوس مونږ سائنسي ډيټا لرو، دې اقدام سره د موسمياتي ايونټس په حواله پيشګي اقدامات او پاليسي سازۍ كښې مرسته ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل مالياتي بفرز جوړول وړومبے پړاٶ وي او د دې انحصار د اوپن اكانومي استحکام سره دے، اوپن اكانومي مستحكم كېدل د هر هېواد د اقتصاد لپاره بنيادي هائي جين دے۔ د خزانې وزير ووئيل د موسمياتي ماليات په حواله نړيوال بېنك او نورو ګڼ اړخيزه شراكتدار پاکستان سره مرسته كوي۔ په دې موقع ده د نړيوال بېنك د اجے بنګا او د ھغه د ډلې پاكستان لپاره په کنټري پارټنرشپ فريم ورك كښې د مرسته ده مننه وكړه ۔ وفاقي وزير ووئيل په مېنځني ختيز كښې امن لپاره د پاکستان مشرانو لَوا د ثالثۍ هڅې روانې دي او د دې په زړه پورې نتيجې هم رامخې ته كېږي٬ د مېځني ختيز صورتحال په تناظر كښې کمرشل سره سره ستراتېژك پانګې جوړولو ته پام كول هم ضروري شوي دي، دې سره سره د متبادل توان ترلاسه كولو پلو سفر به هم ګړندے كول وي، ده ووئېل حکومت د متبادل توان ترلاسه كولو لپاره په د منصوبو معاونت كوي ٬ د توان بچت لپاره د اقدامات سلسله به روانه ساتلې شي۔











