چارسده 06 مئي (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان و سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د خپل پلاوي سره د شورو په ورځ د شهيد شيخ الحديث مولانا محمد ادريس د استوګنې ته لاړو ٬ وفاقي وزير انجينئر امير مقام د پاکستان مسلم ليګ (ن) قائد ميا محمد نواز شريف، وزيراعظم محمد شهباز شريف او وفاقي حکومت لخوا د شهيد وروڼو٬ زامنو او شاګردانو سره غمرازي …
وفاقي وزير انجينئر امير مقام د خپل پلاوي سره د شهيد شيخ الحديث مولانا محمد ادريس د استوګنې دوره٬ د غمرازۍ څرګندونه

مزید خبریں
چارسده 06 مئي (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان و سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د خپل پلاوي سره د شورو په ورځ د شهيد شيخ الحديث مولانا محمد ادريس د استوګنې ته لاړو ٬ وفاقي وزير انجينئر امير مقام د پاکستان مسلم ليګ (ن) قائد ميا محمد نواز شريف، وزيراعظم محمد شهباز شريف او وفاقي حکومت لخوا د شهيد وروڼو٬ زامنو او شاګردانو سره غمرازي ښكاره كړه او د شهيد لوړو درجو او غمژنې كورنۍ زغم لپاره يې دعا وكړه۔ وفاقي وزير د شهيد شيخ الحديث مولانا محمد ادريس زوي شيخ الحديث مولانا انيس احمد د جانشين د نامزدګۍ او د دستار بندۍ په دستوره كښې ګډون هم وكړو۔ وفاقي وزير د غمرازۍ په موقع موجودې اجتماع ته وېنا هم وكړه او د شيخ الحديث مولانا محمد ادريس شهادت ئې نه يوازې چارسده لپاره بلكې ټولې صوبې او ګرد هېواد لپاره نه راګړځېدونكے زيان وګرځولو۔ د غمرازۍ په موقع وفاقي وزير سره پخوانے سنيټر بهره مند تنګي، همايوں شاه کاکاخېل، عالمګير شاه کاکاخېل، اسد عمرزئي، فواد خان او نور مشران هم موجود وو۔











