اسلام آباد۔6 مئی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د امریکا او ایران ترمينځه مذاکرات په تلپاتي امن كښې د بدلېدو ېقين څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې نړۍ په پاكستان تاريخي باور كړے دے كال ، 1979ء څخه وروستو دواړه هېوادونه په اسلام آباد كښې د مذاكراتو مېز ته راغلل٬ پاكستان به امن په ځائې كولو له خپل كردار ترسره كوي٬ سعودي عربستان سره دفاعي لوظنامه د حرمېن شریفېن د …
نړۍ په پاكستان د تاريخي باور څرګندونه وكړه ٬ امن په ځاې كولو له به خپل كردار ترسره كوو٬ په ترهګرۍ كښې ككړ عناصر د مسلمانان بلل كېدو حق نه لري: د وزيراعظم شهباز شريف نړيوال پېغام اسلام كنفرنس ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد۔6 مئی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د امریکا او ایران ترمينځه مذاکرات په تلپاتي امن كښې د بدلېدو ېقين څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې نړۍ په پاكستان تاريخي باور كړے دے كال ، 1979ء څخه وروستو دواړه هېوادونه په اسلام آباد كښې د مذاكراتو مېز ته راغلل٬ پاكستان به امن په ځائې كولو له خپل كردار ترسره كوي٬ سعودي عربستان سره دفاعي لوظنامه د حرمېن شریفېن د دفاع د عزم پخلے دے٬ آزادي او قانوني حق ترلاسه كېدو پورې به پاكستان د مظلوم كشميري او فلسطيني اولس ملاتړ جاري ساتي٬ پېښور څخه تر كراچۍ ټول قام يو موټے دے٬ امت كښې تفرقه پېدا كوونكي او ترهګرۍ كښې ككړ عناصر د مسلمانان بللو حق نه لري٬ عملماﺀ كرام دې په امت كښې يووالي ته وده وركولو له خپل كردار ترسره كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان علما كونسل تر اهتمام لاندې 6م نړيوال پېغام اسلام كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ په كنفرنس كښې وفاقي وزيرانو ، د فلسطین قاضی القضاۃ او د فلسطینی صدر د مذهبي چارو سلاحكار ډاكټر محمود الهباش، د مقبوضه بېت المقدس مفتی اعظم شېخ محمد احمد حسېن، په پاكستان كښې د سعودي سفير نواف سعيد المالكي ٬ د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن مولانا طاهر محمود اشرفی او بېلو مكاتب فكر سره تعلق لرونكو علماﺀ كرامو ګډون وكړو۔ وزیر اعظم د كنفرنس په كولو پاکستان علما کونسل او انټرنېشنل تنظیم حرمېن شریفېن ته مباركي وركړه۔ ده ووئيل دا كنفرنس په يو داسې وخت كښې كيږي كبله چې په منطقه او نړۍ كښې يو نوے تاريخ رقم شوے دے٬ د ايران او امريكا ترمينځه په 11 او 12 اپرېل مذاكراتو وشول۔د ايران او امريكا د مشرتابه مننه كوم چې د پاكستان په بلنه د هغوي پلاوي پاكستان ته راغلل٬ په عارضي جنګ بندۍ متفق شول او د ثالثۍ حوالې سره يۍ د پاكستان بلنه قبوله كړه۔ وزيراعظم ووئيل باور لري چې د امريكا او ايران ترمينځه خبرې به تلپاتي امن كښې بدلې شي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې پاكستان تاريخي كردار ترسره كړے دے۔ ده ووئيل امن مذاكراتو له په زړه پورې رول لوبولو زه خپل ورور سعودي ولي عهد شهزاده بن سلمان ته د زړه له كومي پېرزونې وړاندې كوم۔ دغسې چېن او ورور هېواد تركيه هم دې نېك كار كښې بشپړه برخه واخسته۔ وزيراعظم ووئيل نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار په دې مذاكراتو كښې په زړه پورې كردار ترسره كړو۔ دغسې فيلډ مارشل سيد عاصم منېر فريقېن جنګ بندۍ ته تيار كړل٬ دوي يۍ د مذاكراتو مېز ته راوستل او قائل يۍ كړل۔ د هغه هڅې به كومې چې لا روانې دي په تاريخ كښې په زرينو ټكو ياد ساتلې شي۔ مونږ ټول لاس په دعا يو چې پروردګار دے دا هڅې كاميابې كړي۔ وزیر اعظم ووئيل په دې وروستي ازمائش كښې كه يو اړخ ته پاكستان په اسلامي او ګرده نړۍ كښې متوازن او اصولو دريځ خپل كړو نو بل اړخ ته د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه د ورورولۍ يو نوے تاريخ هم رقم شوے دے۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه دفاعي لوظنامه زمونږ د مضبوط عزم پخلے دے۔ وزیراعظم علماء کرامو ته اپېل وكړو چې هغوي امت كښې يووالې زياتولو او هغه يو موټے كولو كښې خپل بشپړ كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل پېښور څخه تر كراچۍ ټول قام يو روح دوه قالبه دے۔ هغه عناصر كوم چې امت تقسيموي او ترهګرۍ كښې ككړ دي د مسلمانان بلل كېدو حق نه لري۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان د فلسطين او كشمير مسئلې حوالې سره په خپل اصولي دريځ ولاړ دے او نن هم ددې دريځ پخلے كوم او د پاكستان حكومت او اولس لخوا باور دركوم چې پاكستان به د خپلو مظلومو ورونړو تر آزادۍ او د هغوي د قانوني حق ترلاسه كېدو د كشميري او فلسطيني اولس مرسته كوي۔ كنفرنس ته خطاب كښې حافظ طاهر اشرفی ووئيل په تېرو دوه مياشتو كښې پاكستان امن په ځاې كولو له په زړه پورې هڅې وكړې٬ نن نړۍ د پاكستان د سفارتكارۍ اعتراف كوي۔ ده ووئيل پاكستان په هر يو فورم د فلسطين مسئله پورته كړې ده۔ کنفرنس كښې وزیراعظم شهباز شریف اسلامي نړۍ له غوره خذمات ترسره كوونكو شخصياتو له شيلډز وركړل۔ د فلسطین او سعودی عرب پلاويو وزيراعظم ته شيلډز ډالۍ كړل۔ وزیراعظم د سعودي عربستان ولي عهد لپاره هم اعزازي شيلډ وركړو كوم چې سعودي سفير ترلاسه كړو۔ وزیراعظم د سعودی عربستان سفير ، د فلسطین مفتی اعظم او د نړيوال اسلامي پوهنتون صدر ته هم شيلډز وركړل۔ په دې موقع مفتي اعظم اېم احمد حسېن خصوصي دعا وكړه۔











